fbpx

بنګلدېش: د پارک (مچکه) پر جنجال واوښته

خبريال وېبپاڼه/ ۲۱ جولای ۲۰۱۹ : د بنګلدېش په يوه پارک کې دوه (۱۸) کلن ځوانان (جلۍ او هلک) د يو او بل د ښکلولو پر مهال د دغه هېواد د پارلمان يوه غړي (اکرام الکريم چوهدري) د موبايل کامرې ښکار شوي دي. نوموړي د دې ځوانانو عکس پر خپله فيسبوکپاڼه خپور کړی، د دې تر څنګ يې پولیسو ته هم خبر وکړی چې دغه ځوانان ونيسي. د نوموړي دا کار چې د ځوانانو انځور يې پر فيسبوک خپور کړی د سختو نيوکو سره مخ شوی دی.

دا انځور چې پر فيسبوک د زرګونو کسانو تر منځ لاس په لاس شو، په اړه يې بېلابېل نظرونه وليکل شول، خو ډېری يې داسې وو چې د (اکرام چوهدري) دا کار يې غندلی و. دوی لیکلي وو چې د نوموړي بايد د ځوانانو انځور پر فيسبوک نه وای خپور کړی، ځينو يې ليکلي چې د پارلمان د غړي دنده دا نه ده چې په پارکونو کې دې له ځوانانو څخه څارنه وکړي، اکرام الکريم چوهدري بايد خپل مسوليت وپېژني.

اکرام الکريم چوهدري د بنګله ديش په پارلمان کې د سويلي سيمې نواکهلې د خلکو استازی دی. هغه وروسته خپله دغه ليکنه او خپور کړی انځور له فيسبوک څخه پاک کړ. چوهدري لیکلي چې دی ((په سمه توګه د ټولنيزې رسنۍ پر کارولو نه پوهيد)) او بايد د دغې جوړې مخونه يې پټ کړي وای، خو د فرانسې خبري اژانس ته يې د خپل دغه کار په اړه ويلي چې ما ډېری ځوانان ليدلي کې په پارکونو کې يو بل ښکلوي او زه دغه کار په خپله سیمه کې نه شم زغملی. نوموړي له خپل دغه کاره دفاع کړې او ويلي يې دي چې دوام به ورکوم.

په سيمه کې د پوليسو مشر نبير حسين ويلی چې دغه دوه ځوانان چې زده کونکي دي، تر نيولو وروسته يې بيرته خپلو کورنيو ته سپارلي. حسين وويل: ((موږ زده کونکو ته وويل چې له ښوونځيو څخه ونه تښتي او پارک ته ولاړ نه شي… ځکه چې دغه کار ورته ښه نه دی.))

د بنګلدېش هيواد اکثر مسلمان وګړي په عام محضر کې د ښځې او ميړه يا دوه ملګرو له خوا د یو بل ښکلولو ته د يو منع شوي عمل په سترګه ګوري.