fbpx

په ګردېز ښار کې چاودنې د محلي پولیسو یو قومندان وژلی

خبریال وېبپاڼه / ۲۱ جولای ۲۰۱۹ – د پکتیا ولایت سیمه ییز چارواکو خبر ورکړی دی چې د دې ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د پکتیا پوهنتون ترڅنګ چاودنه شوې ده.

د پکتیا ولایت د والي مرستیال عبدالولي سهي دا پېښه تایید کړې او وایې، چاودنه د زرمت ولسوالي د محلي پولیسو د قومندان عزیز احمد په موټر شوې ده.

د معلوماتو له مخې دغه چاودنه نن شاوخوا څلور بجې د پکتیا ولایت د حوزوي روغتون او پوهنتون ترمنځ کوڅه کې د محلي پولیسو د قومندان پر موټر شوې چې له امله یې قومندان عزیز احمد وژل شوی او د نوموړي موټر چلونکی ټپي شوی دی.

د پکتیا مرستیال والي رسنیو ته ویلي چې دا چاودنه د موټر بم له امله رامنځته شوې ده.

په دې ولایت کې د حوزوي روغتون مسوولینو هم خبر ورکړی دی چې د پېښې له ځای ورته یو مړی او شپږ نور ټپیان وروړل شوي دي.

د پېښې له ځایه عیني شاهدان وایې چې یاده چاودنه ډیره زوروه وه چې د پکتیا پوهنتون ترڅنګ یې شاوخوا سیمې هم لړځولي دي.

د معلوماتو له مخې د محلي پولیسو وژل شوی قومندان د وسله والو طالبانو او نورو وسله ډلو والو پر وړاندې تل په جګړو کې ښکېل وو، ښایې له همدې امله وژل شوی وي.

د عیني شاهدانو پر وینا ښای مرګ ژوبله زیاته وي ځکه چې د چاودنې پر مهال په دې سیمه کې ډیری خلک د تېرېدو پر مهال وو.

تر اوسه پورې د دې پېښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.