fbpx

يو نرښځي له سړي څخه تناسلي آله غوڅه کړې

خبريال وېبپاڼه \ ٢١ جولاى ٢٠١٩ – مراد اباد: په هند کې يوه نرښځي هغه مهال د يوه سړي څخه تناسلي اله غوڅه کړې ده، چې هغه ترې خپلې پېسې غوښتې، خو نرښځي نه غوښتل چې د هغه پېسې ورته ورکړي.

د هندي رسنۍ (نيوز ١٨) د يوه راپور ترمخه، د هند اترپردېش ايالت په مراد اباد ښار کې يو کس د خپلې خوارۍ پېسې له يوه نرښځي څخه وغوښتلې، چې نرښځي ياد کس لومړى نشه کړ او بيا يې ترې تناسلي اله غوڅه کړه. ويل کېږي چې ياد کس په روغتون کې بستر شوى دى، خو په ډېر نازک حالت کې دى. همدا راز نرښځى له خپل کوره تښتېدلى دى او پوليس يې په لټه کې دي، که څه هم تراوسه پورې له پوليسو سره کومه عريضه نه ده جمع شوې، خو پوليس له خپلې خوا د نرښځي پلټنه کوي.

د مراد اباد پوليسو ځايي رسنيو ته ويلي دي، چې د ياد سړي د نرښځي په کور کې څه کار کړى و، چې نرښځي بايد د هغه کار پېسې ورته ورکړې واى، خو د پنجشنبې په شپه دغه کس د نرښځي کور ته په پېسو پسې ورغلى و، خو نرښځي ورته په چاى کې نشه ورکړې وه او د هغه له بېهوښه کېدو وروسته يې ترې تناسلي اله غوڅه کړې.

پوليسو په خپله وينا کې زياته کړې ده، کله چې سړى په هوښ راغى، نو بيا يې په څه طريقه ځان کور ته رسولى او هلته يې کورنۍ ته ټول احوال ويلى دى، چې کورنۍ يې ژر روغتون ته رسولى دى. همدا راز پوليس هم چې له پېښې خبر شوي نو ځان يې ځاى ته رسولى دى، خو کله چې يې د نرښځي په کور چاپه وهلې، نو نرښځى له کوره تښتېدلى دى.

د روغتون ډاکټرانو بيا رسنيو ته ويلي دي، چې د ياد کس حالت ډېر نازک دى، د هغه پلاسټيک سرجري کول لازمي دي او هغه به په ډيلي کې کېږي، نو شپه په شپه يې ټپي کس ډيلي ته رسولى دى.

Loading...