fbpx

عمران خان د سعودي وليعهد ته سوال کړی و چې له ټرمپ سره ورته لیدنه برابره کړي

دا چې د پاکستان صدر اعظم په خپله ټوله دوره کې هېڅکله امریکا ته رسمي سفر نه و کړی او نه هم د هغوی له لوري په رسمي ډول غوښتل شوی و، نو د دې رسمي سفر لپاره يې د سعودي وليهعد محمد بن سلمان ته سوال کړی و چې له ټرمپ سره ورته په امریکا کې ليدنه برابره کړي، د راپورونو له مخې د سعودي وليعهد عمران خان ته د دې سفر زمينه برابره کړې ده.

دا چې امريکا پر پاکستان زيات فشارونه راوړي وو او د مالي مرستو بندولو ګواښ يې کړی و، نو پاکستان د نورو ژمنو کولو لپاره امريکا ته سفر وکړ، تر څو ټرمپ سره د زړې ژمنې تازه او نوې هم وکړي، خو څو ورځې وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې ويلي و چې دوی د عمران خان له سفره نا خبره دي او تر اوسه پورې په رسمي ډول هېڅ مالومات نه لري.

همدا شان کله چې د پاکستان صدر اعظم عمران خان په درې ورځني سفر واشنګټن ته ورسېد، د نوموړي هرکلي ته هېڅ کوم لوړ پوړی امریکايي چارواکی نه دی ورغلی.

د ديپلوماتيک دود له مخې دا د امریکا له لوري عمران خان ته د ارزښت نه ورکول دي، صدراعظم عمران خان به د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د ليدنې تر وخته د پاکستان په سفارت کې پاتې وي.

د راپورونو له مخې د نوموړي هرکلي لپاره د واشنګټن په ډالاس نړيوال هوايي ډکر ته يوازې د پاکستان سفیر اسد محمد خان چې له وړاندې واشنګټن ته تللی، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د پاکستان د سفارت نور ټیټ پوړي چارواکي ورغلي دي.

ټاکل شوې نوموړی سبا (دوشنبه د روانې جولای میاشتې په ۲۲ نېټه) د امریکا متحده ایالتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري او پر افغان سولې سربېره د پاکستان او امریکا ترمنځ په دوه اړخیزه اړیکو به خبرې وکړي.

له عمران خان سره په دې درې وځني سفر کې د دغه هېواد پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه، د سوداګرۍ وزير عبدالرازق داود او د ای ايس ای رييس فيض حميد ملګري دي.

سرچينې وايي: امريکا کوښښ کوي پاکستان پر دې قانع کړي چې پر طالبانو فشار راوړي، تر څو له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني او دايمي اوربند ومني، بل لور ته پاکستان له دې موقع څخه په استفادې هڅه کې د دې کار په بدل کې له امریکا څخه زيات امتيازات ترلاسه کړي او د ترهګرۍ ضد جګړې په اړه له امریکا سره نوې ژمنې وکړي.

د يادونې وړ ده چې دا د عمران خان لومړنی سفر دی چې امريکا ته يې د پاکستان د صدراعظم په توګه يې کوي..