fbpx

هوایي برید په لوګر کې د یوې کورنۍ ۹ غړي شهیدان کړي

خبریال وېبپاڼه / ۲۲ جولای ۲۰۱۹ – د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په یو هوایي برید کې د یوې کورنۍ نهه تنه غړي شهیدان شوي او شپږ نور غړي یې سخت ټپيان شوي دي.

په ولسي جرګه کې د لوګر ولایت د کوچیانو د حوزې یو استازي حیدر جان نعیم زوي خبریال ډاټ کام ته یاده پېښه تایید کړې او وایې، چې په برکې برک ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو له لورې تېره شپه شاوخوا دوه بجې د کوچیانو په یوه کور هوایې برید شوی چې له امله یې ټول ملکیان شهیدان شوي دي.

حیدر جان زیاتوي، په دې هوایې برید کې د یوې کورنۍ ۱۴ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې په دې کې د یوې کورنۍ نهه تنه غړي شهیدان شوي او پنځه نور بیا ټپیان دي. د ده پر وینا په شهیدانو کې درې ښځې او شپږ ماشومان شامل دي.

د دغې پېښې ټپیان د برکي برک ولسوالۍ ملکي روغتون ته انتقال شوي دي، ویل کېږي چې په ټپیانو کې د دوو تنو ماشومانو روغتیایې وضعیت د اندېښنې وړ وو چې له همدې امله دواړه ټپیان نن سهار د کابل ایمرجنسي روغتون ته انتقال شوي دي.

بلخوا د لوګر امنیه قومانداني هم په دشت خاک سیمه کې هوایي برید مني او وایي چې له څېړنو وروستو به معلومه شي چې شهیدان شوي کسان ملکي وګړي دي او که رښتیا هم وسله وال طالبان دي.

بهرنیو ځواکونو بیا د دې هوایې برید په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.