ډسپلین کمېټې د آفتاب عالم بندیز ختم کړی، خو مخه یې چا نیولې؟

خبریال ډاټ کام: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی آفتاب عالم چې د تېر ۲۰۱۹ کال نړیوال جام پر مهال د ډسپلین قوانینو څخه د سرغړونې په تور د یو کلن بندیز سره مخ شوی و،اوس د لسو میاشتو له بندیز وروسته د کرکټ بورډ ډسپلین کمېټې د هغه بندیز ختم کړی دی، خو د کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي لاهم نه دی لاسلیک کړی.

خبریال ډاټ کام ته د افغانستان د کرکټ بورډ د ډسپلین کمېټې یو شمېر مهمو غړو د نوم نه ښودلو په شرط هغه معلومات په واک کې ورکړل چې اته میاشتې وړاندې چټک بالر افتاب عالم پر دوی د ترحم عارضه کړې وه چې په پایله کې د کرکټ بورډ د نظم او ډسپلین کمېټې غړو د هغه په حق کې فیصله وکړه او د هغه د بند موده یې پای ته ورسوله، خو د کرکټ بورډ د اجرائیه رئیس له لوري یاده قضیه نه ختميږي او همدا ډول پر ځای پاتې ده.

د افغانستان د کرکټ بورډ د نظم او ډسپلین کمېټه چې مشري یې الله داد نوري کوي، د افتاب عالم د غوښتنې وروسته یاده قضیه د یوې ناستې پر مهال څېړلې او له څېړلو وروسته یې ویلي دي چې د ” افتاب عالم”روښانه راتلونکې ته په کتو سره یې هغه ته د پاتې بندیز موده په بشپړه توګه معاف کړې ده، خو وروستۍ پرېکړه یې اجرائیه رئیس او فرهان یوسفزي ته پرېښې چې په اړه یې لا تر اوسه یادو مشرانو هیڅ داسې څه نه دي ویلي.

خبریال ډاټ کام ته د کرکټ بورډ څخه د عریضې رالېږل شوي انځور کې هم ښکاري چې د ډسپلین کمېټې له لوري د افتاب عالم پاتې بندیز معاف شوی دی او د دې کمېټې د مشر ” الله داد نوري” له لوري لاسلیک شوی هم دی، خو د کرکټ بورډ مشر لا نه دی لاسلیک کړی او یاده قضیه همدا ډول پاتې ده.

زمونږ سرچینه وایي، چې د آفتاب عالم د قضیې د ختمولو سره د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس لطف الله ستانکزي مخالفت ښودلی دی او نه پریږدي چې پر دغې لیک باندې فرهان یوسفزی لاسلیک وکړي او هغه یوځل بیا د کرېکټ ډګر ته راستون شي .

د سرچیني پر وینا د کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي ته یاده عریضه د ستانکزي په غوښتنه نه ده وروړل شوې او په مستقیم ډول اجرائیه رئیس یاده عریضه له ځانه سره لاک کړې ده او له فرهان یوسفزي غوښتي دي چې د دې موضوع په اړه دې چوپتیا غوره کړي.

تر اوسه لا معلومه نه ده چې ایا رښتیا به هم د دغې عریضې پر مټ پر آفتاب عالم د بندیز موده پای ته ورسېږي او یا به نور هم دوام پیداکړي؟

د کرکټ مینوالو وروسته له هغې د چټک توپ اچوونکي افتاب عالم د بندیز د ختمولو غوښتنه وکړه، کله چې د کرکټ بورډ له لوري د ملي لوبډلې د لوبغاړي محمد شهزاد محمدي بندیز معاف کړی شو.

د یادولو ده چې پرون د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بل چټک توپ اچوونکي دولت ځدراڼ هم د کرکټ بورډ پر ضد خپل غږ پورته کړ او خبر یې ورکړ چې له هغه سره هم د څو میاشتو راهیسې د مور او میری چلند کېږي او هیڅ پر لوبډله کې ځای نه ورکول کېږي.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

Privacy & Cookies Policy