fbpx

درې پېړۍ پخوانى بانکي لوټ نندارې ته وړاندې شو

خبريال وېبپاڼه \ ٢٢ جولاى ٢٠١٩: د برېتانيې مرکزي بانک د دوى اړوند تاريخي شيان خلکو ته وړاندې کړي دي، چې پکې درې پېړۍ پخوانى بانکى نوټ يا پېسې هم شاملې دې، خو دا ځل دا د خلکو د کارولو لپاره نه، بلکې په ميوزيم کې د نندارې لپاره دى.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو تر مخه، د انګلستان مرکزي بانک د خپل بنسټ ٣٢٥مه کاليزه ونمانځله او په دغه موده کې کارول شوي ٣٢٥ نايابه شيان يې هم په خپل ميوزيم کې نندارې ته وړاندې کړل.

ياده دې وي چې د برېتانيې مرکزي بانک د سويډن د له بانک وروسته دويم تر ټولو پخوانى بانک دى.

بانک په خپل ميوزيم کې يو پخوانى د ٤٠ پاونډو لوټ ايښى دى، چې په اوس وخت کې يې بيه ٩٠ زره پاونډه يا ١١ زره امريکايي ډالرو سره برابرېږي.

دا بانکي لوټ ياد بانک په ١٧٠٢ کې جوړ او خپور کړى و.

له دې پرته په دغه تاريخي شيانو کې يو جعلي لوټ هم شته، چې په لومړي ځل په ١٨٥٨ کې پرې يو کس د سرو زرو د اخيستو هڅه کړې وه. هغه مهال بانک په دغه لوټ باندې د جعلي لوټ ټاپه ولګوله او ياد کس ته يې بېرته ورکړ، خو دا لوټ په ١٨٩٨ کې يو ځل بيا راښکاره شو، چې د بانک ټاپه ترې چا ورانه کړې وه او بيا يې هڅه کوله چې يو څه سودا پرې واخلي.

خو په دويم ځل دا لوټ بانک ياد کس ته ورنکړ او له ځان سره يې خوندي وساته.

د انګلستان مرکزي بانک مديره جيني ايډم وايي، چې دا ډېره په زړه پورې کيسه ده چې خلک په دغه طريقه د خپل بخت ازمايلو هڅه کوي. هغه وايي چې تر ١٨٣٢ کاله پورې د جعلي نوټ کارولو باندې به خلک جريمه کېدل.

د بانک يوه بله مسووله ميراندا ګيريټ وايي، چې دوى د خپلو بانکي لوټونو د امنيت لپاره ډېر زيار او محنت کوي.

د بانک له خوا د (٣٢٥ کاله، ٣٢٥ شيان) په نوم دا نندارتون به د راروان کال د مۍ مياشتې تر ١٥مې نېټې پورې روان وي، چې په دغه نندارتون کې سيکې، اشرفۍ او د لوټونو بېلا بېل ډولونه نندارې ته وړاندې شوي دي.

همدا راز د سرو زرو او سپينو زرو د سيکو د تللو لپاره بېلا بېلې پېمانې هم په دې ميوزيم کې شته، چې په ١٧٤٩ کې به کارول کېدې، همدا راز د څوارلسمې پېړۍ يو جګ هم نندارې ته ايښودل شوى دى.

Your SEO optimized title page contents