fbpx

د عمران خان د وينا پر مهال د (ازاد بلوچستان) نعرې

خبريال وېبپاڼه \ ٢٢ جولاى ٢٠١٩: د پاکستان لومړى وزير عمران خان اوسمهال د امريکا په سفر باندې دى او د راپورونو له مخې، هغه په يوه تالار کې په امريکا کې  مېشتو پاکستانيانو ته وينا کوله، چې د وينا پر مهال يې بلوڅ ازادي غوښتونکو ځوانانو د (ازاد بلوچستان) نعرې ووهلې.

د مني کنټرول وېبپاڼې د راپور تر مخه، د عمران خان د وينا پر مهال، د بلوڅ ځوانانو يوه ګروپ د پاکستان پر ضد او د ازاد بلوچستان لپاره نعرې وهلې. دوى وايي چې عمران خان په دغه ځاى کې امريکا مېشتو پاکستانيانو ته وينا کوله.

د عمران خان د وينا په منځ کې بلوڅ ځوانان له خپلو چوکيو راپورته شو او د پاکستان پر ضد يې نعرې پيل کړې. همدا راز دوى نعرې وهلې چې بلوچستان ته دې خپلواکي ورکړاى شي.

د وېبپاڼې د راپور تر مخه، په امريکا کې مېشت بلوچان په بلوچستان کې د پاکستاني پوځ ظلمونو، په دغه ايالت کې د خلکو د ورکېدو او نورو نارواو پر ضد وخت نا وخت خپل غږ پورته کوي.

خو له تېرو دوه ورځو راهيسې، چې د پاکستان لومړى وزير امريکا ته راغلى دى، بلوچ ازادي غوښتونکو لاريونونه کړي او د امريکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ څخه يې غوښتنه کړې ده چې په بلوچستان کې د پاکستاني پوځ د ظلمونو پوښتنه دې وکړي.

په ياد تالار کې چې د پاکستان لومړي وزير عمران خان پکې وينا کوله، د هغه د وينا پر مهال درې بلوچ ځوانان له خپلو چوکيو پورته شو او د پاکستان ضد او بلوچستان په حق کې يې نعرې پيل کړې، هغوى شاوخوا دوه دقيقې نعرې وهلې، خو عمران خان خپلې وينا ته ادامه ورکړه.

وروسته امنيتي ګاردانو له يادو بلوچ ځوانانو غوښتنه وکړه چې له تالاره دې ووځي. رسنۍ وايي چې ياد ځوانان د عمران خان ځينو پلويانو په ديکه له تالاره وويستل.

تېره ورځ د پاکستان ډان ورځپاڼې په خپل يو راپور کې ليکلي و، چې عمران خان د سعودي عرب وليعهد محمد بن سلمان څخه خواست کړى و چې د امريکا له ولسمشر ټرمپ سره دې ورته ليدنه برابره کړې. د امريکا سفر پر مهال عمران خان د محمد بن سلمان څخه مننه هم کړې ده.

همدا راز تېره ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير په خپله وينا کې ويلي و، چې امريکا ته د څه شي غوښتلو لپاره نه دي راغلي، معنا يې دا وه چې دلته د پېسو غوښتلو لپاره نه دي راغلي. خو ويل کېږي چې عمران خان به له ولسمشر ټرمپ سره په خپله ليدنه کې د افغانستان په تړاو هم خبرې کوي.