fbpx

سلمان خان د (بلبل ودونو تالار) په نوم فلم جوړوي

خبريال وېبپاڼه \ ٢٢ جولاى ٢٠١٩ – ممبۍ: د هندي فلمونو نوموتى فلمي ستورى سلمان خان نن سبا د (دبنګ ٣) فلم په ثبت مصروفه دى او همدا راز د يوه نوي فلم (بلبل ميرج هال) د جوړولو پرېکړه يې هم کړې ده، چې دا فلم به په هند کې د ودونو د تالار په اړه وي.

د هندي رسنيو د راپورونو تر مخه، د سلمان خان راروان فلم به په هند کې د ودونو د تالار په اړه وي، چې په دغه فلم کې به يو شمېر ټولنيزو ستونزو ته ګوته نيول کېږي. د فلم کيسه د دوه داسې وروڼو په اړه ده چې د ودونو د تالار مالکان وي او د ودونو په دغه کاروبار کې له بېلا بېلو ستونزو سره مخ کېږي.

هندي رسنۍ ليکي، چې د فلم په سکرپټ ليکلو باندې کار پيل شوى دى، چې د (دبنګ ٣) فلم د ثبت ختمېدو سره سم به د فلم سکرپټ هم ليکل شوى وي، همدا راز په دغه مهال کې به د فلم لپاره نور اداکاران هم واخيستل شي.

د يادونې وړ ده چې روان کال د کوچني اختر په ورځ د سلمان خان فلم (بهارت) نندارې ته وړاندې شوى و، چې تراوسه پورې يې په ټوله نړۍ کې ٣١٥ کروړه هندي روپۍ ګټلې دي او د ٢٠١٩ کال يو له برياليو فلمونو څخه ګڼل شوى دى. همدا راز د سلمان خان بل فلم (دبنګ ٣) به هم د روان کال په پاى کې نندارې ته وړاندې شي.

سلمان خان چې د هندي سينما (سلطان) هم ورته ويل کېږي، هر فلم يې بريالى وي، خو له (بهارت) فلم څخه مخکې يې د (نوټ بوک) په نوم يو فلم نندارې ته وړاندې شوى، چې ياد فلم هغه هومره پېسې ونه ګټلې، چې څومره هيلې ورسره تړل شوې وې. دغه فلم د سلمان خان مينه والو هم نه و خوښ کړى، خو بهارت فلم يې بيا هر څه بدل او د خلکو زړونه وګټل.

Your SEO optimized title page contents