fbpx

اسراييل په لويديځه غاړه د فلسطينيانو کورونه ورانوي

خبريال وېبپاڼه \ ٢٢ جولاى ٢٠١٩ – بېت المقدس: اسراييل په لويديځه غاړه د فلسطينيانو کورونه غېر قانوني ګرځولي دي او د دغه کورونو په ورانولو يې پيل کړى دى.

د بي بي سي د يوه راپور تر مخه، د يادو کورونو اوسېدونکي وايي، چې دوى ته د فلسطين حکومت د دغه کورونو د جوړولو اجازه ورکړې وه، خو اسراييل د لويديځې غاړې د غصبولو لپاره اوس د دوى کورونه ورانوي.

د رسنيو د راپورونو تر مخه، د اسراييل سترې محکمې دغه کورونه غېر قانوني ګرځولي دي.

رسنۍ ليکي، چې د باهر ايالت په لويديځه غاړه په حمص کې د کورونو ورانولو په عملياتو کې شاوخوا زر اسراييلي پوځيانو ګډون درلود، چې دوى سره د کورونو ورانولو لپاره ډېر وسايل هم و.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ويل شوي دي، چې په بې کوره شوو فلسطينيانو کې ٩ کډوال هم دي، چې ماشومان هم ورسره دي، همدا راز کوم تعميرونه چې وران شوي دي، په هغې کې ٣٥٠ کسانو ژوند کاوه.

د اسراييل په دغه کار باندې د فلسطين لومړي وزير محمد شتيه ويلي دي چې دوى به د جرمونو نړيوالې محکمې ته عارض شي.

هغه زياته کړې ده، چې د اسراييل حکومت دا کړنه د بېت المقدس د خلکو د خپلو کورونو او ځمکو نه په زوړه د شړلو هڅه ده، چې دا يو جنګي جرم او د انسانيت پر ضد کار دى او اسراييل دا کار په پرلپسې ډول روان کړى دى.

همدا راز ملګرو ملتونو بيا په اسراييل غږ کړى دى، چې د خلکو د کورونو د ورانولو عمليات دې ژر تر ژره ودروي او د فلسطينيانو لپاره دې په عدالت ولاړه پالېسي جوړه کړي.

د يادونې وړ ده چې اسراييل په ١٩٦٧ کې د منځني ختيځ په جنګ کې په لويديځه غاړه باندې قبضه وکړه او دا يې د بېت المقدس له ختيځې برخې سره يو ځاى کړه، خو ويل کېږي چې ياده سيمه په نړيوال قانون کې يوه مقبوضه سيمه ګڼل کېږي.