fbpx

پاکستان په جوماتونو او مزارونو هم ټېکس لګوي

خبريال وېبپاڼه \ ٢٢ جولاى ٢٠١٩: د پاکستان ٢٤ ټلويزيون په خپل يوه راپور کې وايي، چې په پاکستان کې به ژر په تاريخي جوماتونو او مزارونو باندې هم ټېکس ولګوي. دوى زياتوي چې د ټېکسونو لګولو لپاره حکومت هر څه بشپړ کړي دي.

د پاکستان يو خصوصي ټلويزيون (٢٤) په خپل يو راپور کې وايي، چې د پاکستان د خېبر پښتونخوا حکومت په تاريخي جوماتونو او مزارونو باندې د ټېکسونو لګولو لپاره هر څه بشپړ کړي دي او ژر به تاريخي جوماتونه او مزارونه په ټېکه ورکړل شي او ټېکس به يې حکومت ترلاسه کوي.

همدا راز څه وخت مخکې په پاکستان کې په قبرونو باندې هم ټېکسونه لګول شوي و، چې د پاکستاني رسنيو د راپورونو تر مخه، اوس چې هر چېرته مړى خښول کېږي، نو د قبر له کيندلو مخکې به حکومت ته ټېکس ورکوي.

همدا راز په هديرو کې د مړو خښولو لپاره هم وختونه ټاکل شوي دي او د بېلا بېل عمرونو کسانو د خښولو لپاره بېلا بېل ټېکسونه لګول شوي دي.

د يادونې وړ ده چې پاکستان له سخت بحراني حالت سره مخ دى، په دغه هېواد کې ګراني دې حالت ته رسېدلې ده، چې تېرو ورځو کې د خېبر پښتونخوا نانوايانو هم خپل تنورونه تړلي و او غوښتنه يې کوله چې د ډوډۍ بيه دې ورته لوړه شي، ګني دوى به خپل تنورونه خلاص نه کړي.

همدا راز له هغه وروسته په ټول پاکستان کې بيا کاروباري خلکو د حکومت پر ضد پراخ لاريونونه کړي و او له حکومت يې غوښتنه کړې وه چې په دوى لګول شوي نوي ټېکسونه دې بېرته واخلي، ځکه چې د دوى کاروبارونه به تباه شي.

همدا راز د پاکستان لومړي وزير عمران خان د دغه لاريونونو په اړه ويلي و، چې حکومت به هېڅ کله هم دغه خلکو ته تسليم نه شي او ټېکسونه به حتماً خلک جمع کوي.

بلخوا د پاکستان ٢٤ ټلويزيون وايي، چې دا په پاکستان کې لومړى ځل دى چې له قبرونو وروسته اوس په تاريخي جوماتونو او مزارونو باندې هم ټېکس لګول کېږي.