fbpx

د طالب مشر عباس ستانکزي لور د اداري اصلاحاتو د سلاکار کور ودانه شوه

خبریال وېبپاڼه / ۲۲ جولای ۲۰۱۹ – په قطر کې د طالبانو د دفتر مرستیال عباس ستانکزي لور د اداري اصلاحاتو د سلاکار عبدالله ستانکزي کور ودانه شوه.

همدا اوس په کابل ښار کې د دې تاریخي واده د خوښۍ مراسم روان دي چې ګڼ شمېر خلکو پکې برخه اخیستې ده.

د اصلاحات اداری سلاکار عبدالله ستانکزی د جميعت غړی دی، نوموړی عبدالله عبدالله ته له نژدی کسانو څخه دی نن په کابل کي د یو داسی واده مراسم لمانځي چې په تیرو شلو کلونو کي بې ساری بلل کیږی.

دا یو تاریخي واده او د دوو مختلفو افکارو د لوړپوړو چارواکو تر منځ خیښي ده چي یو د بل وینو ته تږي او همیشه یو پر بل باندي ډزي کوی.

عبدالله ستانکزی نن له دوبی نه خپله کور ودانه د مشهور طالب چارواکي مولوي عباس ستانکزي لور را واده کړه.

که څه هم د واده دې مراسمو ته په خپله عباس ستانکزی نه دی راغلی، خو د کابل لوړ رتبه حکومتي چارواکي په کې ګډون کړی دی.

د دې تاریخي واده مراسمو ته خورا ډیر خلک د ډیرو سیمو څخه رابلل شوي دي.

واده خورا په خوښیو سره روان دی، د خبریال ډاټ کام همکاران به بشپړ جزیات له تاسې سره وروسته شریک کړي.

Your SEO optimized title page contents