fbpx

پاکستان له امریکا سره د افغانستان په سر څه ډول معامله کوي؟

خبریال وېبپاڼه / ۲۳ جولای ۲۰۱۹ ـ د پاکستان صدراعظم عمران خان چې د دې هېواد له پوځي مشرانو سره دا مهال په واشنګنټن کې دی، له امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یې ولیدل، د دواړو مشرانو له لیدو مخکې ویل شوي و چې د خبرو تمرکز یې به یې پر افغانستان وي او په خبري کنفرانس کې هم د افغانستان په اړه ډېرې خبرې وشوې.
تر لیدنې مخکې یوه ارشد امریکايي مقام رسنیو ته ویلي و چې ولسمشر ټرمپ به پر پاکستاني صدراعظم فشار راوړي چې په پاکستان کې د ترهګرو په وړاندې جدي مبارزه وکړي او د افغانستان د سولې په پروسې کې همکاري وکړي. له لیدنې وروسته چې په خبري کنفرانس کې ټرمپ او عمران خان را ښکاره شول، ټرمپ وویل چې ده له پاکستاني صدراعظم سره ښه مجلس درلود او په مهمو مسایلو یې خبرې ورسره وکړې. ټرمپ زیاته کړه، د پاکستان په مرسته به د افغانستان د سولې په پروسې کې په ګډه کار کوي او د حل یوه لاره به ورته پیدا کوي. ټرمپ وویل دی کولای شي په لسو ورځو کې د افغانستان جګړه وګټي، خو په وینا یې چې امکان لري په دې ډول جګړه کې په میلیونونو انسانان ووژل شي چې دی دا نه غواړي.
په خبري کنفرانس کې ډېرې خبرې ټرمپ وکړې او عمران خان ته یې د خبرو کولو نوبت ډېر ور نه کړ، عمران خان په خپلو کمو خبرو کې دومره وویل چې د افغانستان جګړه نظامي حل لاره نه لري، بلکې یو سیاسي حل باید ورته ولټول شي. په خبري کنفرانس کې د عمران تر ټولو جالبه ټوکه دا وه چې ویل یې که په نړۍ کې کوم هېواد په افغانستان کې امن غواړي، هغه پاکستان دی.
عمران خان او پاکستاني خبریالانو په کنفرانس کې ټرمپ ته داسې وښودله چې پاکستان یو بې ازاره مرغه دی او دوی په افغانستان کې د جګړې په برخه کې هېڅ رول نه لري.
ویل کېږي له ټرمپ سره په لیدنه کې عمران خان له نوموړي سره ډېرې ژمنې کړي، خو پاکستاني چارواکو پخوا هم دغسې ژمنې له افغانانو او امریکايي چارواکو سره کړي چې دوی به په افغانستان کې د لاسوهنې پر ځای همکاري کوي او په افغانستان کې د جنګېدونکو ترهګرو له ملاتړه به لاس اخلي، خو د یاد هېواد چارواکو په ځانګړې توګه پوځ هېڅکله دا ژمنې عملي کړي نه دي، بلکې په دوامداره توګه یې د ترهګرو ملاتړ کړی او د دوی په مرسته یې په افغانستان کې د جګړې اور بل ساتلی.
سیاسي شنونکی عبادالله حنیف وايي، عمران خان دا ځل هم هڅه وکړه چې د افغان سولې پروسې معادله د ځان په ګټه وڅرخوي او پاکستان ته په کې ښه لابي وکړي. هغه زیاتوي عمران خان له ټرمپ سره ډېرې ژمنې وکړې، خو دوی هېڅکله هم دا ژمنې نه عملي نه کوي. حنیف زیاتوي پاکستاني چارواکي د امریکا په تېر ایستلو سره غواړي له امریکا ډالر وشکوي او هم په افغانستان کې روانه جګړه جاري وساتي.