fbpx

ټرمپ: افغان جګړه ۱۰ ورځو کې ګټلی شم، خو افغانستان به له نړۍ ورک شي

خبريال وېبپاڼه / ۲۳ جولای ۲۰۱۹: د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پاکستان له لومړي وزير عمران خان سره په ليدنه کې ويلي دي، که دی وغواړي نو د افغانستان جګړه په لس ورځو ګټلی شي، خو د دې کار لپاره به بيا ۱۰ ميليونونه افغانان وژني او افغانستان به د نړۍ له نقشې ورکوي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو تر مخه، ولسمشر ټرمپ د عمران خان سره تر ناستې وروسته رسنيو ته ويلي دي، چې که دی وغواړي خو د افغانستان جګړه په لس ورځو کې ګټلی شي، خو د هغې لپاره به لس ميليونه افغانان وژني او افغانستان به د نړۍ له نقشې ورکوي. هغه همدا راز زياته کړې ده، چې غواړي د پاکستان په مرسته له افغانستان څخه خپل پوځيان راوباسي او دا چې نور نه غواړي په دغه سيمه کې د پوليسو رول ولوبوي.

یاده دې وي چې د امريکا ولسمشر ټرمپ ډېر ځله د افغانستان او نورو هېوادونو په اړه داسې خبرې کړې دي، چې د ډيپلوماټيکي اصولو خلاف دی، چې هر ځل يې د خلکو سخت غبرګونونه راپارولي دي.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان لومړی وزير عمران خان تېره ورځ امريکا ته تللی دی، چې هلته د نورو خلکو سره د ليدنې تر څنګ يې پرون ناوخته د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره هم ليدلي دي.

د جولای په ۲۲مه نېټه په دغه ناسته کې ولسمشر ټرمپ او لومړي وزير عمران خان د افغانستان په اړه خبرې کړې دي او عمران خان ورته د خپلې همکارۍ ژمنه کړې ده. همدا راز ولسمشر ټرمپ ويلي دي چې د پاکستان په مرسته به له افغانستان څخه خپل پوځيان راوباسي او نور نه غواړي چې په سيمه کې د پوليسو رول ترسره کړي.

د ولسمشر ټرمپ دغه بيان، چې وايي لس ميليونه افغانان به ووژني او افغانستان به د نړۍ له نقشې ورک کړي، د خلکو غبرګونونه راپارولي دي او افغانانو د ولسمشر ټرمپ په دغه وينا سختې نيوکې کړي دي.