fbpx

عامر خان د هند په سياست او د بابري جومات په شهادت فلم جوړوي

ممبۍ: د هندي فلمونو نوموتي ستوري عامر خان د هند په سياست او د بابري جومات په شهادت د (لعل سنګ چډها) په نوم د فلم جوړولو اعلان کړی دی، چې دا فلم راروان کال نندارې ته وړاندې کېږي.

د هندي رسنيو د راپورونو تر مخه، نوموتي فلمي ستوري عامر خان د خپلې کاليزې پر مهال د خپل راروان فلم په اړه هم رسنيو ته معلومات ورکړل. دغه فلم چې نوم به يې (لعل سنګ چډها) وي د امريکايي فلم (فارسټ ګمپ) نه په متاثره کېدو جوړوي. دا فلم به د عامر خان پروډکشن او وياکوم ۱۸ پروډکشن په ګډه جوړوي او د فلم لارښود يا ډايريکټر به ايډوت چندن وي.

هندي رسنيو د ځينو سرچينو په حواله ليکلي دي، چې دا فقط یو فلم نه دی، بلکې ډېرې تاريخي پېښې به پکې انځور شي. په دې فلم کې به د بابري جومات د شهيدولو کيسه هم ښودل کېږي او له هغه مهاله راهيسې بيا د مودي تر حکومت پورې تاريخي واقعات به پکې انځور شي. همدا راز نړۍ به وويني چې په دغه کلونو کې په هند کې څه څه وشو.

په تاريخي پېښو جوړېدونکي دې فلم کې به عامر خان د کمپيوټر ګرافيک يا ويژول افيکټ په مرسته د تېر وخت له ځينو نوموتو سياسي او تاريخي شخصيتونو سره هم ويني. همدا راز عامر خان په دې فلم کې د يو سيک رول لوبوي.

ياده دې وي چې (لعل سنګ چډها) فلم کې به د عامر خان تر څنګ نوموتې فلمي ستورې کرينه کپور خان مرکزي رول لوبوي او دا فلم به د ۲۰۲۰ کال د دسمبر په مياشت کې په ټوله نړۍ کې نندارې ته وړاندې شي.

بابري جومات:بابري جومات

بابري جومات چې د مغل پاچا ظهير الدين محمد بابر په نوم جوړ شوی دی، دا جومات مغل سالار مير باقي د هند په اترپردېش ايالت کې په ۱۵۲۷ کې جوړ کړی و. دا يو تاريخي، ناياب او شاهکار جومات و، خو ياد جومات په ۱۹۹۲ کال کې مذهبي هندوانو شهيد کړ. هندوانو ويل چې دغه جومات د دوی د بهګوان رام د زېږېدو په ځای کې جوړ شوی دی، همدا لامل و چې د شهادت نه څلوېښت کاله مخکې دا بند شوی و او تر ۱۹۹۲ کاله پورې بند و.

په دغه ځای کې چې هندوانو پکې د رام مندر جوړول غوښتل، تراوسه پورې پرې د مسلمانانو او هندوانو لانجه روانه ده او په دغه لانجه کې بلها کسان هم وژل شوي دي. همدا راز اوس هم د هند په ستره محکمه کې دا قضیه روانه ده چې په دغه ځای کې به بېرته بابري جومات جوړېږي او که به رام مندر.

Loading...