fbpx

افغانستان په خپل کوربتوب له پاکستان سره ٧ سيالۍ ترسره کوي

خبريال وېبپاڼه \ ٢٣ جولاى ٢٠١٩: د افغانستان کرکټ بورډ به ژر د پاکستان ملي لوبډلې کوربتوب په شارجه کې وکړي او د دواړو لوبډلو ترمنځ به د شل اوريزو او يو ورځنيو لوبو دوه لوبلړۍ ترسره شي.

خبريال ډاټ کام ته سرچينو ويلي دي، چې افغانستان د پاکستان ملي لوبډلې کوربتوب کوي او د دواړو هېوادونو ملي لوبډلې به پنځه شل اوريزې او درې يو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.

يادې لوبې چې د افغانستان په کوربتوب ترسره کېږي، په شارجه کې به ترسره شي، خو لا يې دقيقه نېټه نه ده اعلان شوې. تراوسه پورې د افغانستان کرکټ بورډ رسمي اعلان نه دى کړى، خو هيله ده چې د يادو لوبو په اړه له ولس سره ژر معلومات شريک شي.

د خبريال ډاټ کام سرچينو په وينا، له پاکستان سره د يادو سياليو پرېکړه شوې ده او دواړه هېوادونو د شل اوريزو او يو ورځنيو لوبو د لوبلړيو ترسره کولو باندې پرېکړه کړې ده.

همدا راز د اافغانستان الف لوبډله به د سريلانکا الف لوبډلې سره هم درې سيالۍ ترسره کوي، چې د هغې په اړه به هم ژر اعلان وشي.

بلخوا خبريال ډاټ کام دا معلومات هم ترلاسه کړي دي، چې د افغانستان کرکټ بورډ له نيوزيلېنډ او اسټراليا سره هم خبرې نهايي کړې ده او افغان ملي لوبډله به د نيوزيلېنډ او اسټراليا سفرونه کوي او هلته به د يادو لوبډلو سره نړيوالې سيالۍ ترسره کوي.

د يادونې وړ ده چې د کرکټ نړيوالې شورا په کلنۍ ناسته کې د افغانستان کرکټ بورډ چيرمېن عزيزالله فضلي او اجراييه رييس لطف الله ستانکزي د سترو لوبډلو له مسوولينو سره ناستې کړي او له ځينو سره يې د لوبو نهايي پرېکړې کړي او همدا راز ځينو ورسره ژمنې کړې دي چې دوى به له افغان لوبډلې سره لوبې وکړي.

بلخوا د کرکټ نړيوالې شورا (ايي سي سي) د افغانستان کرکټ بورډ بوديجه هم دوه نيم ميليونه زياته کړې ده، چې دا هم د افغانستان کرکټ لپاره يو ښه او د خوشحالۍ خبر دى.