fbpx

منظور پښتین عمران خان ته: مونږ څه څاروي نه یو چې چوپه خوله پاتې شو

خبریال وېبپاڼه / ۲۴ جولای ۲۰۱۹ – د پاکستان لومړي وزیر عمران خان امریکا ته د خپل سفر په ترڅ کې پرون د سولې په نوم یوه انسټیټیوټ ته د وینا پر مهال وویل په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې او نیوکې بالکل سمې او پر ځای دي، نوموړي تایید کړه چې پاکستاني پوځ په پښتنو باندې ظلمونه کړي دي، خو هغه په پي ټي ایم تور پورې کړ چې ګواکې هر کله یې د پوځ خلاف غږ پورته کړی او هغوی ته یې د ترهګرو په سترګه کتلي دي چې له همدې کبله یې حکومت هم غوښتنې نه دي منلي، ځکه چې دوی تل د پوځ بې عزتي کړې او په سپک نظر ورته ګوري.

د عمران خان همدې څرګندونو ته په ځواب کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منطور پښتین په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، پاکستاني پوځ د پښتنو په سیمو کې تل ظلمونه کړي. پښتانه ېې شهیدان کړي، څاروي یې وژلي او ښاغلی عمران خان هم دا ادعاوې تایید کړې چې ګواکې رښتیا هم پوځ په پښتون مېشتو سیمو کې سخت ظلمونه کړي دي، د ده پر وینا همدا ظلمونه مونږ د لاریون په بڼه بیان کړي دي چې د پوځ پر وړاندې دا بې عزتي نه بلل کېږي بلکې خپل حق مو په عملي بڼه غوښتی دی.

منظور پښتین عمران خان ته په خطاب کې وایې، ته نه ګورې چې کورونه مو لوټ شوي دي، ته نه ګورې الوتکو پرې په مسلسل ډول بمبارونه کړي، نو ته څه وایې چې پښتانه به له دې وحشتونو سره سره بیا هم ویده پاتې وي، نه پښتانه هیڅوک د خپل حق څخه نشي منع کولی پښتانه به په زغرده د ریاست پر وړاندې تل نېغ ولاړ وي او د خپلو حقونو غوښتنه به کوي.

منظور پښتین په خپلو خبرو کې زیاتوي، پاکستاني پوځ په پښتونخوا او د پښتون مېشتو په سیمو کې د وسله والو طالبانو او نورو ډلو پر ځای په ډیری عملیاتو کې ټول ملکیان شهیدان کړي هغه وایې، د پښتونخوا په خاوره د هر یو پښتون د کور یو یو غړي حتمي په دې ګوا دی چې د دوی په خاوره ظالم پوځ شتون لري، پوځ ظلمونه کوي، پوځ د پښتنو په کورونو د اجازې پرته ننوځي. عمران خان دې دا نه وایې چې پوځ د ولس خدمت کوي د ده پر خبره پوځ خدمت نه خو په ظلم، وحشت ، ویر بمبارۍ او نورو هغو مسایلو کې تکړه دي چې د ولس په تاوان وي.

منظور پښتین د عمران خان دا خبره بې بنسټه وبلله چې ګواکې په وزیرستان کې پوځ یوازې د وسله والو پر ضد عملیات پیل کړي دي. د ده پر وینا په دې سیمو کې وسله وال طالبان او پوځ یوځای ګرځي، هغوی له یو بل سره حتا په دې سیمو کې ګډ انځورونه هم اخلي، چې هر څه یې په اسنادو او شواهدو سره شتون لري نوموړي په پو ځیانو تور پورې کړ چې ګواکې د وزیرستان وسایل یې ټول د عملیاتو په بهانه ترلاسه کړي دي، دغه راز یې د جلغوزیو باغونه هم د طالبانو په ګډون په خپل واک کې واخیستل چې د دې خاورې په قیمتي ځایونو یې له نړۍ څخه په زرګونه زره آمریکایې ډالره ترلاسه کړل.

د پي ټي ایم په دې ناره چې پاکستاني پوځ ته یې په خطاب کې وایې (دشت ګر دي هی) عمران خان ناراضا کړې هغه وایې، پوځ ته باید د ترهګر نوم ورنکړل شي، خو په ځواب کې پښتین وایې چې دا هیڅ غلطه خبره نه ده او نه هم دوی په لومړي ځل دا ناره وهلې بلکې له دوی وړاندې پخوا په( ۲۰۷) م کال کې هم د پوځ خلاف د پاکستان وکیلانو دا نعره وهلې وه.

منظور وایې، د دې نعرې بیان دادی چې پخواني جنرال مشرف ویلی و، چې طالبان مونږ په خپله جوړ کړي دي، دغه راز بل جنرال قادر هم ویلي و، چې طالبان هغه وخت ځکه مونږ جوړ کړ چې په افعانستان کې جنګ ته دوام ورکړي، چې اوس له همدې امله پوځ ته د ترهګر خطاب کولی شو.

عمران خان نن په دې غونډه کې دا هم ویلي و، چې د وزیرستان خلک به ډیر ژر له حکومته خوښ، خوشحاله او ارامه شي، خو منظور پښتین بیا وایې د ښاغلي عمران خان هدف دادی چې نور نو پښتانه چوپ پاتې شي او لکه د څارویو او ځناورو په شان هیڅ هم ونه وایې، هغه زیاتوي دا خوشحالي نه ده چې مونږ چوپ پاتې شو دا خوښي نه ده چې مونږ تل په زړونو کې وژاړو دا خوښي نه ده چې د میندو ماشومان د هغوی په غیږ کې ووژنۍ، هلته په سیمه کې خلکو ته ژوند هیڅ خوند نه ورکوي خلک ناهیلي شوي دي مونږ له دې خوښیو تېر یو صرف د پښتون بچي حق غواړو.

هغه د محسن داوړ او علي وزیر په تړاو هم وویل چې دواړه مشران یې د پوره حوصلې خاوندان و، په دواړو تحریک اباد وو هغه وایې، دواړو ته وخت ناوخت د خلکو په وسیله پیغامونه ور انتقالوي او له هغې ځایه هم پیغامونه ترلاسه کوي.

پښتین زیاتوي کله چې د محسن داوړ او علي وزیر د محکمې ورځ راورسېږي، په هغې ورځ د محکمې مشر په رخصت وي چې په همدې ترتیب مو دواړه بندیان په بند کې ځنډول شوي دي. چې هیڅ یې برخلیک نه معلومیږي هغه زیاتوي د محکمې مشر نه حاضریدل په دې معنا دي چې محسن داوړ اوعلي وزیر بې ګناه دي او له همدې کبله یاد مشران نه غواړي چې محکمې ته حاضر شي.

پښتین ټولو پښتنو ته ډاډ ورکړ چې پي ټي ایم د محسن داوړ او د علي وزیر موضوع نه ده هېره کړې چې له دې وړاندې هم څو ځل دننه په پاکستان او نوره نړۍ کې احتجاجونه وکړل. هغه زیاتوي دا هرڅه دواړو بندیانو سره په مشوره کېږي او ممکن په راتلونکې کې د پي ټي ایم مهمې غونډې او یاهم لانګ مارچ پیل شي.

Loading...