fbpx

ولسمشر غني د امریکا سفیر ارګ ته احضار کړی وو

خبریال وېبپاڼه / ۲۴ جولای ۲۰۱۹ – له ارګ یو شمېر باوري سرچینو خبریال ډاټ کام ته وویل، چې ولسمشر محمد اشرف غني د ټرمپ په وروستیو څرګندونو خورا زیات غوسه شوی وو چې د سې شنبې ورځې ټولې پلان شوې ناستې یې هم لغوه اعلان کړې وې.

سرچینه وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا سفیر جان باس د سې شنبې په سهار ارګ ته احضار کړی وو او په خپل دفتر کې د امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب په حضور کې د ټرمپ پر وروستیو څرګندونو ورسره خبري وکړې.

همدا راز ویل کېږي چې ولسمشر ډیر په غوصه له ټرمپ څخه غوښتي چې له دوې سره خپله لاره یا روښانه کړي او یا به ترینه کابل خپله لاره بیله کړي.

دغه راز ځیني سرچینې وايي د امریکا د سفیر جانس سره د ولسمشر غني له دې مهمې ناستې وروسته یو ځل بیا ولسمشر له خپل خاص مشاور فاضل محمود فضلي او د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب سره دوهمه ناسته هم ترسره کړې وه.

د ملي امنیت شورا سلاکار هم د ولسمشر غني سره د دې ناستې وروسته یو ټویټ وکړ چې په دې ټویټ کې لیکلي وو: که نړیوال نه غواړي له افغانستان سره یو ځای په ملګرتیا ولاړ شي نو افغانانو ته خپلې ملي ګټې تر هرڅه مهمې دي او دوی خپله لار بېلولی شي.

دغه راز ولسمشر غني له پرله پسې ناستو وروسته د پخواني ولسمشر حامد کرزی سره هم یوه ناسته ترسره کړه چې په دې ناسته کې دواړو مشرانو ځینې مهمې مشورې له یو بل سره وکړې.

ډونالډ ټرمپ په واشنګټن کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د لیدنې پر مهال یو شمېر خبریالانو ته ویلي و، که دی وغواړي نو د افغانستان جګړه په یوه اوونۍ کې ختمولی شي، او د غه راز افغانستان د نړۍ له نقشې ورکولی هم شي، خو نه غواړي چې داسې وکړي.

د ټرمپ دغو څرګندونو په ځواب کې بیا افغان حکومت په یوې اعلامیه کې ویلي و، افغانانو هیڅ بهرني قدرت ته د خپل برخلیک ټاکلو اجازه نه ده ورکړې او نه به یې ور کړي، اعلامیه لیکي افغانستان برخلیک د بهرنیو دولتونو د مشرانو په ناستو کې د افغان مشرتابه له شته والي پرته نشي ټاکل کېدای.

د یادولو ده د ډونالډ ټرمپ دې ډول څرګندونو ته په غبرګون ډیری افغان سیاسیونو، عامو وګړو او لیکوالانو سخت ځوابونه ویلي دي.