fbpx

پاکستانۍ مدرسې ـ د افغانانو د ورتګ پیل

خبریال وېبپاڼه / ۱۷ جولای ۲۰۱۹ ـ د ویکيپېډيا د معلوماتو له مخې مدرسې په اسلامي هېوادونو کې د یوولسمې میلادي پېړۍ له پیل سره را جوړې شوې چې په دې مدرسو کې به ديني ښوونې کېدلې، خو په پاکستان کې یې پيل د جنرال ضیاالحق له حکومت سره وشو او اوس په دې هېواد کې شاوخوا زرګونو مدرسې دي چې د پاکستاني زده کوونکو ترڅنګ بې شمېره افغان طالبان هم درس په کې وايي.
پاکستانیو مدرسو د افغانستان د وروستیو څو لسیزو په سیاسي او ټولنیزو حالاتو کې بې حده مهم رول درلود او اوس یې هم لري، ځکه په افغانستان کې د همدې مدرسو زده کوونکي دي چې جنګېږي او د هغه ډول یو نظام د جوړولو لپاره هڅې کوي چې په پاکستاني مدرسو کې یې په اړه دوی ته ذهنیت ورکړی.
متاسفانه تر اوسه په سیستماتیک ډول د پاکستانیو مدرسو په اړه په افغانستان کې بحثونه نه دي شوي چې دې مدرسو د افغانستان پر وضعېت څومره تاثیر کړی؟ دننه حالت یې څنګه دی؟ څه په کې تدریسېږي؟ د دین د زده کړو دا ځایونه ولې د افراطیت، کینې او ترهګرۍ په ځالو بدل شوي او ولې د دې مدرسو فارغان د دین ښوولو پر ځای د جګړې ډګرو ته ځي او خلک وژني؟ دا او دې ته ورته ډېرې نورې پوښتنې د دې مدرسو په اړه شته چې د مختلفو عواملو په سبب په افغانستان کې پرې بحثونه نه دي شوي، خو موږ هڅه کوو په یوه لړۍ کې دا پوښتنې تر یوه حده ځواب کړو او هیله لرو چې دا لړۍ به د دې مدرسو په اړه نورو بحثونو ته هم لار پرانیزي.
لکه څنګه چې مخکې وویل شول، په پاکستان کې د مدرسو د پسرلي پيل د جنرال ضیاالحق له حکومت سره وشو، دا هغه وخت و چې په افغانستان کې د سردار محمد داود خان نظام ړنګ شوی و او خلقیان او پرچمیان د افغانستان د واګ پر ګدۍ ناست وو. پاکستان هغه وخت په یوه ضعیف وضېعت کې و، خو په دې خاطر چې دا هېواد خپله بقا تضمین کړي، ښه لاره دا ورته ښکاره شوه چې مدرسې تقویه کړي او د پاکستان د بقا او د خپلو ګاونډیانو پر ضد یې وکاروي، ځکه دوی مدرسو ته توجه ډېره کړه او داسې یو نصاب یې ورته جوړ کړ چې د دین د زده کولو ترڅنګ د دې مدرسې زده کوونکي په سیمه کې د پاکستان د ګټو خوندي کوونکي هم شي.
کله چې روسان افغانستان ته راغلل، په میلیونونو افغانان د پاکستان په مختلفو ښارونو کې مېشت شول، په دې خاطر چې افغان ځوانان په جهادي ډلو کې جذب شي، پاکستان لومړی د مدرسو بندوبنست ورته وکړ او په دې ډول ډېر افغان ماشومان او ځوانان د مدرسو د دېوالونو دننه د دین زده کولو ته کېناستل. کورنۍ یې خوشاله وې چې اولادونه به یې هم دین زده کړي او هم به له ځان سره دوی په ثواب کې شامل کړي، خو دوی له دې ناخبره و چې دا زده کوونکي به افغانستان کوم لور ته بیايي؟
پاکستانۍ مدرسې هر کال په زرګونو ملایان فارغوي او کله یې چې لېستونه وکتل شي، اکثره فارغان یې د افغانستان ځوانان وي. د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې په پاکستان کې اوس هم ډېرې داسې مدرسې شته چې د پاکستاني طالبانو په پرتله افغان طالبان په کې ډېر دي او نور افغان ځوانان هم ور روان دي.
په کلیوالو سیمو کې ډېر خلک خپل هغه ماشومان او ځوانان پاکستانيو مدرسو ته ور ولېږي چې د بلې ښې نه وي، د ښوونځي درس نه شي ویلی، اوزګار وي او لوفري کوي. دوی په دې خاطر چې له خپل اولاده هم ځان خلاص کړی وي او هم هغوی په راتلونکې کې داسې خلک شي چې ټولنه یې احترام وکړي، هیله یې وي چې زوی ملا شي، خو هغه په پاکستاني مدرسو کې داسې ملا شي چې خپل وطن او خلکو ته بلا هم وي.
پاکستانیو مدرسو ته د افغانانو د ورتګ ډېرې وجې دي، خو دې هېواد ته د افغانانو مهاجرت، روانه جګړه، له خپلو لوفرو او اوزګارو اولادونو ځان خلاصول او ملایانو ته ټولنیز احترام هغه څه دي چې په پاکستاني مدرسو کې یې د افغان طالبانو نفوس ډېر کړی دی.
دا لړۍ دوام لري …
لیکوال: نجیب الله ظاهر