fbpx

نازيه اقبال: پاکستان مې افغان خاوند ته شناختي کارټ ورنکړ، نو ځکه مې پرېښود

خبريال وېبپاڼه \ ٢٤ جولاى ٢٠١٩: د پښتو ژبې نوموتې سندرغاړې نازيه اقبال وايي، چې خاوند (جاوېد فضا) يې افغان دى او څو څو ځل يې پاکستاني حکومت ته خواست ورکړ، چې هغه ته پاکستانى هويت يا شناختي کارټ ورکړي، خو پاکستان شناختي کارټ ورنکړ، نو ځکه يې پاکستان پرېښود او لندن ته لاړه.

نوموړې د بي بي سي پښتو سره په يوه مرکه کې وايي، په پاکستان کې هنرمندانو ته هېڅ امنيت نشته دى، دغلته ځينې خلک چې ځانونو ته بدمعاشان وايي، په نيمه شپه هنرمندانو ته وايي، چې راشئ او موږ ته پروګرام وکړئ، که کوم هنرمند ورنه شي، نو بيا يې وژني. هغه وايي چې په پاکستان کې هنرمندان په نا امنۍ کې ژوند کوي او هره ورځ د مرګ له خطر سره مخ دي، همدا راز د ماشومانو ژوند يې هم خوندي نه و او خاوند به يې هره اونۍ تورخم ته تللو او په پاسپورټ به يې ټاپه لګوله، همدا راز نورې ستونزې وې چې هغه يې دې ته مجبوره کړه چې پاکستان پرېږدي.نازيه اقبال ٢

نوموړې زياتوي، چې دلته (انګلستان) خلک ډېر ښه دي، که څه هم موږ څوک نه پېژني خو د انسانانو قدر کوي، دوى په دې پوه شول چې زموږ ژوند ته په پاکستان کې خطر دى نو زموږ يې ډېر قدر وکړ، په دوه نيمو کالو کې يې موږ ته کاغذونه راکړل او دلته مو اوس ژوند ښه دى.

هغه وايي چې په لندن کې ځان ډېر خوندي ګڼم، ماشومان مې هم خوندي دي، ځکه په پاکستان کې مې ماشومانو ښوونځى هم نه شو ويلى، هلته يې ترې د پلار شناختي کارټ غوښته او موږ څو څو ځله له حکومت غوښتنه وکړه، چې زما خاوند ته شناختي کارټ ورکړي، خو حکومت راته وويل چې موږ افغانانو ته شناختي کارټونه نه شو ورکولاى.

هغه وايي چې له پاکستاني حکومت مې ګيله دا ده، چې ما خو د هنر ډېر زيات خدمت وکړ، له تېرو ٢٤ کالو راهيسې د هنر خدمت کوم، نو دومره حق مې کېده چې زما خاوند ته يې شناختي ورکړى واى او همدا راز زما امنيت يې خوندي کړى واى.نازيه اقبال ١

نازيه اقبال وايي چې له جاوېد فضا سره يې د واده پنځلس کاله وشو، همدا راز هغه له تېرو پنځه دېرش کلونو راهيسې په پاکستان کې ژوند کوي، ډېر ماشوم و چې کورنۍ يې پاکستان ته راغلې وه او دومره عمر يې دلته تېر کړ، خو بيا هم پاکستان شناختي کارټ ورنکړ.

نازيه اقبال وايي چې په پاکستان کې زما د هنر قدر چا ونکړ، خو دلته په لندن کې په څو ورځو کې زما ډېر قدر وشو. هغه وايي کوم خلک چې موږ ته وايي چې تاسې سندرې مه وايئ، هم هغوى زموږ سندرو ته نڅاوې کوي. دغه خلک دې خپل فکرونه بدل کړي.

Your SEO optimized title page contents