fbpx

سلمان خان: تراوسه راته کومې نجلۍ د واده وړانديز نه دى کړى

خبريال وېبپاڼه \ ٢٤ جولاى ٢٠١٩: د هندي فلمونو نامتو ستورى سلمان خان، چې عمر يې ٥٣ کالو ته رسېدلى دى، خو تر دې مهاله پورې يې واده نه دى کړى. که څه هم د سلمان په ٢٥ کلن فلمي ژوند کې د ډېرو فلمي ممثلو سره د هغه نوم تړل شوى دى او وخت نا وخت يې د واده خبرونه هم خپاره شوي دي، خو تر دې مهاله پورې د هغه يارانو او د واده اوازو هغه د ښځې خاوند نه کړ.

له تېرو څو مياشتو راهيسې اوازې وې، چې د انوشکا شرما، دپيکا پاډوکون، پريانکا چوپړه او نيها دوپيا په څېر فلمي ستوريو له ودونو وروسته به سلمان خان هم ژر واده وکړي، خو تراوسه پورې داسې هېڅ نشته.

څنګه چې د سلمان خان يارانه له ډېرو فلمي ممثلو سره پاتې شوې ده، نو دا فکر کېده چې ډېرو ښځينه اداکارانو به ورته د واده وړانديز کړى وي، خو سلمان خان تازه ويلي دي چې د هغه په ٥٣ کلن ژوند کې تراوسه کومې نجلۍ هغه ته د واده وړانديز نه دى کړى.

د فلم فير سره په مرکه کې سلمان خان ويلي دي، چې که څه هم په فلمونو کې هغه ته ډېرو نجونو د واده وړانديز کړى دى، خو په رښتيني ژوند کې داسې هېڅ هم نشته.

سلمان خان وايي، چې په رښتيني ژوند کې هغه ته تراوسه کومې نجلۍ د واده وړانديز نه دى کړى. هغه په دې اړه په وضاحت کې وايي، چې دى له نجونو سره کېنډل ډنر (هغه ماښامى چې شمعې پکې لګېدلي وي او دوه ميينان پکې ډوډۍ خوري) ته نه ځي او همدا لامل دى چې نجونو هغه ته د واده وړانديز نه دى کړى.

سلمان خان د نجونو سره د کېنډل ډنر لپاره د نه تګ په اړه وويل، چې هغه ته په کينډل ډنر کې څه خاص نه ښکاري، نو ځکه نه ځي، هغه اندېښمن دى، وايي که چېرته په داسې کوم ماښامي لاړ، نو په تورتم کې به پوه نه شي چې څه خوري.

په مرکه کې سلمان خان د پريانکا چوپړه په اړه هم خبرې وکړې، چې تېر کال يې له نوموړي سره په (بهارت) فلم کې کار ونکړ، هغه وويل چې نوموړې د خپل ژوند يو مهم فلم پرېښود او خپل واده ته يې ارزښت ورکړ.

سلمان خان د پريانکا چوپړه د اداکارۍ ستاينه وکړه، خو ګيله يې وکړه چې له ده سره يې په يوه فلم کې د کار کولو څخه انکار وکړ، هغه وايي چې په دغه فلم کې د کار کولو لپاره پريانکا چوپړه د سلمان خان خور ارپيتا ته ډېرې زارۍ کړې وې.

سلمان خان په (بهارت) فلم کې د پريانکا چوپړه په ځاى کترينه کېف اخيستل ښه پرېکړه وبلله او وې ويل چې هغه په دې باور دى چې کترينه کېف ته به په دغه فلم کې د کار کولو په بدله کې نېشنل اېوارډ (قومي جايزه) ورکړل شي.

د يادونې وړ ده چې مخکې وختونو کې د سلمان خان د ايشوريه راى په ګډون د سنګيتا بجلاني او نورو ډېرو فلمي نجونو سره يارانې پاتې شوي دي. همدا راز د سلمان خان د رومانيې هېواد له ممثلې ٣٧ کلنې يوليه وانتور سره هم تړل کېږي او داسې اوازې دي چې له هغې سره واده کوي، خو تر دې مهاله پورې نوموړي په دې اړه څه نه دي ويلي.

Your SEO optimized title page contents