fbpx

د سهار چای نه څښل درته کوم زيانونه رسولی شي؟

خبريال وېبپاڼه \ ٢٦ جولاى ٢٠١٩: ويل کېږي چې د سهار ناشته د ورځې تر ټولو مهم او ګټور خواړه دي، خو اوس يې په اړه ساينسپوهانو يوه ډېره زړه راښکوونکې خبره کړې، وايي: سهار په تشه ګېډه ګرځېدل د انسان وزن زياتوي. دا خبره په برازيل هېواد کې د يوې څېړنې په پايله کې په ډاګه شوې.

د ساو پاولو پوهنتون په يوه څېړنه کې په ډاګه شوې چې هغه ځوانان څوک چې د سهار چای نه څښي يعنې سهار مهال خوراک نه کوي، د هغوی وزن ډېر ژر زياتېږي.

د څېړنې له مخې، د سهار چای نه څښل په ځوانانو کې هغه عادتونه رامنځته کوي چې د چاقوالي يا وزن زياتېدو لامل ګرځي.

په دې څېړنه کې ويل شوي چې په سهار چای کې روغتيا ته ګټور خواړه نه خوړل انسان دې ته اړ کوي چې وروسته خواږه خواړه لکه مټيي يا نور خواږه مشروبات وڅښي چې دا کار په ځوانانو کې د وزن زياتېدو، شکر لوړېدو او زړه ناروغۍ په څېر ناروغۍ رامنځته کولی شي.

د دې څېړنې پر مهال په برازيل او يورپ کې د شويو دوه لويو سروی ګانو پايلو ته کتل شوي، چې په هغې کې د خوړو عادتونه او د وزن زياتېدو بېلابېل لاملونه تجربه شوي.

په ټوليز ډول د (۵) زره ځوانانو په اړه د مالوماتو راټولولو دا وښودله چې د سهار ناشته نه کول وزن ډېر ژر زياتوي.

څېړونکي وايي هغه هلکان چې سهار ناشته نه کوي، د ملا پلنوالی يې دهغو په پرتله (۲.۱۳) سنتي متره زيات وي چې د سهار ناشته کوي.

دوی ويلي، که دغه کسان پوره خوب هم وکړي، بيا يې هم وزن د نورو په پرتله زيات وي، چې د ناشته نه کوونکو انجونو د ملا پنلوالی (۱.۹۷) سنتي متره زيات وي.

د ناشته نه کوونکو په پرتله ناشته کوونکي کسان له روغتيايي پلوه څو برابره ډېر ښه وي، چې هغوی د ورځې په بهير کې ډېر لږ کيلوري بدن ته داخلوي، په ځانګړې توګه له هغو خوړو څخه ژغورل کېدای شي چې د روغتيا لپاره ګټور نه دي.

د دې څېړنې پايلې په طبي جريده (ساينټېفک راپورونه) کې خپرې شوې دي.