fbpx

پاکستان غوښتل چې امان الله خان دې هلته خښ شي

خبريال وېبپاڼه \ ٢٦ جولاى ٢٠١٩: کله چې غازي امان الله خان په ١٩٦٠ کال د اپرېل په ٢٥مه نېټه د سويس په زوريخ ښار کې خپل روح حق ته وسپاره، نو پاکستان چې هغه مهال يې د منځ ته راتګ ١٣ کلونه شوي و، دې ته لېواله و چې غازي امان الله خان دې د دوى په خاوره کې خښ شي.

دا څرګندونې بي بي سي پښتو وېبپاڼې د غازي امان الله خان د لور شهزادګۍ هنديه له خولې ليکلي دي.

بي بي سي پښتو د غازي امان الله خان د ژوند کيسې له شهزادګۍ هنديه سره کړي دي، چې په دريمه برخه کې يې د غازي امان الله خان د مړينې کيسه هم کړې ده.

شهزادګۍ هنديه وايي، کله چې غازي امان الله خان خپل روح حق ته وسپاره، نو افغان سفيرانو افغانستان ته خبر ورکړ، خو افغان حکومت هم نه پوهېده، چې څه چل وکړي.

ويل کېږي، کله چې غازي امان الله خان مړ شو، نو د مرګ خبر يې په ټوله سيمه لکه د ځنګل د اور خپور شو، هغه ورځپاڼه چې په دوه روپۍ په خرڅېده، ان خلکو په څلوېښت روپۍ هم اخيسته. هغه نه يوازې دا چې په افغانستان کې پاچا و، بلکې په ناوېشلي هند کې هم خلکو خپل پاچا ګاڼه.

خلک هغه مهال پوه شول، چې يو زړه سواندى، عادل، د ښځو د زده کړې ملاتړى او مترقي او په معارف ميين پاچا له لاسه ورکړ، ډېرى خلک چې د هغه مخالفت يې کاوه، هم په خپل دغه کار خپه ول.

شهزادګۍ هنديه بي بي سي ته کيسه کوي، چې کله شاه امان الله خان وفات شو، نو پاکستان د افغانانو د ځورولو لپاره د دې مور ملکې ثريا ته احوال وساتاوه، چې که د شاه امان الله خان مړى پاکستان ته راوړي، نو دوى به ورته ډېر څه جوړ کړي.

خو شهزادګۍ هنديه وايي، چې زما مور دا وړانديز رد کړ. هغه وايي چې مور مې وويل چې پاکستان ته له وړلو به په دې ډېره خوشحاله وي چې د مراکشي پوځيانو په هديره کې يې خاورو ته وسپاري.

هغه همدا راز وايي، کله چې پاکستان دا خبره وکړه، نو نه پوهېږي چې د افغانستان دولت خجالت شو که څنګه، خو وې ويل چې افغانستان ته يې راوړئ خو جلال اباد کې يې خښ کړئ.

شهزادګۍ هنديه وايي، چې بيا يې شاه امان الله خان په اريانا الوتکه کې افغانستان ته يووړ، چې ورور، کاکا او خوريي يې د کندهار له لارې د پلار مړى ولېږداوه. هغه وايي، چې د شاه امان الله خان جنازه له ډاره کابل ته وې نه وړل شوه، بلکې مستقيماً يې کابل ته يووړ.

Your SEO optimized title page contents