fbpx

پريانکا او ويراټ له انسټاګرامه څومره پېسې ګټي؟

خبريال وېبپاڼه \ ٢٦ جولاى ٢٠١٩: هندۍ فلمي ستورې پريانکا چوپړه که يوې خواته بريالۍ ممثله ده، نو بلخوا هغه اداکاره هم ده چې ډېرې پېسې ګټي، همدا راز نوموړې نه يوازې دا چې په يوه فلم کې د کار کولو له ١١ نه تر ١٢ کروړه هندي روپيو ترلاسه کوي، همدا راز په اعلانونو کې هم کار کوي او په ټولنيزو رسنيو کې هم د پوسټونو په سر په لکونو ډالر اخلي.

همدا راز د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر مشر ويراټ کوهلي هم بيا په خپل انسټاګرام اکاونټ باندې د يو انځور خپرولو په بدل کې په لکونو امريکايي ډالر ترلاسه کوي.

تازه خبر دا دى چې پريانکا چوپړه د انځورونو خپرونکي ايپ انسټاګرام کې د يو انځور خپرولو په بدل کې ٢ لکه او ٧١ زره امريکايي ډالر اخلي، چې له ٢١ ميليونه زياتې افغانۍ ترې جوړېږي.

 

View this post on Instagram

 

@red #5BFilm

A post shared by Priyanka Chopra Jonas (@priyankachopra) on


د راپور تر مخه، د هوپر اېچ کيو ډاټ کام وېبپاڼې په ٢٠١٩ کال کې له انسټاګرامه د ډېرو پېسو ګټونکو کسانو يو ليسټ خپور کړى دى. په دغه ليسټ کې پريانکا چوپړه په ١٩م مقام راغلې ده، چې ٤٣ ميليونه مينه وال لري.

په دې ليسټ کې په لومړي مقام امريکايۍ کايلي جينر ده، چې نوموړې په انسټاګرام د يو انځور خپرولو په بدل کې ١٢٦٦٠٠٠ امريکايي ډالر اخلي. نوموړې په انسټاګرام باندې ١٤١ ميليونه مينه وال لري.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Kylie ✨ (@kyliejenner) on


هندى کرکټر او د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي په دغه ليسټ کې په ٢٣م مقام راغلى دى، هغه د يو پوسټ په بدل کې ١٩٦٠٠٠ امريکايي ډالر ترلاسه کوي. د نوموړي په د مينه والو شمېر ٣٨ ميليونو ته رسېدلى دى.

 

View this post on Instagram

 

A good laugh is the best medicine 😃

A post shared by Virat Kohli (@virat.kohli) on


له انسټاګرام د پېسو ګټونکو په دې ليسټ کې امريکايۍ سندرغاړې اريانا ګرانډى، ټېلر سويفټ، کم کارډيشين او کينډل جينر، همدا راز د فوټبال نوموتى ستورى کرسټيانو رونالډو هم شامل دي.

په انسټاګرام د پېسو ګټونکو دغه ليسټ د ټولې نړۍ له ستورو راجوړ شوى دى، کوم چې لوبو، هنر او نورو برخو کې کارونه ترسره کوي. دا ټول کسان په ټولنيزو رسنيو د خپلو مينه والو سره اړيکې ساتي او همدا راز د خپلو راروانو پروژو په اړه هم خلکو سره همدلته معلومات شريکوي.

Loading...