fbpx

د ملېزيا پاچا ولې کم عمره ښځه طلاقه کړه؟ حقيقت يې څرګند شو

خبريال وېبپاڼه \ ٢٦ جولاى ٢٠١٩: تېرو ورځو کې خبر راغى چې د ملېزيا پخواني پاچا سلطان محمد پنځم د خپل واده يو کال وروسته خپله کم عمره ښځه طلاقه کړه.

د راپورونو تر مخه سلطان محمد پنځم له خپل عمره ٢٣ کاله کم عمرې روسۍ نجلۍ ريحانا سره تېر کال واده وکړ او له طلاق څو اونۍ مخکې د دوى زوي هم زېږېدلى دى.

خوندوره خبره دا ده چې سلطان محمد پنځم د روسيې له پېغلې سره تېر کال چې کله واده وکړ، نو له واده وروسته يې خپله پاچاهي هم پرېښوده.

دغه روسۍ پېغلې له پاچا سلطان محمد پنځم سره تر واده کولو وروسته اسلام قبول کړ او له نوموړي سره يې د خوشحالۍ ژوند پيل کړ، له واده يو کال تېرېدو وروسته د دواړو کره ماشوم هم پېدا شو، خو د ماشوم له زېږېدو څو اونۍ وروسته سلطان محمد پنځم خپله ښځه طلاقه کړه، چې خلک يې حېران کړل.

که څه هم د دواړو ترمنځ د طلاق خبره خپره شوې وه، خو دا معلومات نه و چې پاچا ولې خپلې ښځې له طلاق ورکړ؟ خو اوس تازه معلومات دا دي چې د ماشوم په سر باندې د دواړو ترمنځ طلاق شوى دى، ځکه چې سلطان محمد پنځم فکر کوي چې دا ماشوم د ده زوي نه دى.

د اسټراليا خبري اژانس (نيوز ډاټ کام) په خپل يو راپور کې د يوې برېتانوي ورځپاڼې د خبر په حواله ليکلي دي، چې د سلطان محمد پنځم او د روسۍ پېغلې ترمنځ طلاق د دوى د زوي له وجې شوى دى.ملېزيا پاچا ٢

د راپورونو تر مخه، د ملېزيا پخواني پاچا سلطان محمد پنځم د خپل زوي پېدا کېدو په لومړۍ اونۍ کې وويل، چې د روسۍ پېغلې د دې ماشوم پلار دى نه دى. نوموړى د خپلې ښځې زوي خپپل زوي نه ګڼي او خبره تر دې پورې ورسېده چې پاچا اخر خپله ښځه طلاقه کړه.

د سلطان محمد پنځم وکيل له ملېزيايي رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي، چې د دې خبرې شواهد شته چې پاچا د دغه ماشوم پلار نه دى. خو هغه نورې خبرې نه دي کړي او ويلي يې دي چې دا زموږ اخلاقي فرض جوړېږي چې د پاچا په شخصي ژوند کې ګوتې ونه وهو او هغه خپل ژوند ته پرېږدو.

خو بلخوا د سلطان محمد پنځم کم عمره روسۍ مېرمن وايي، چې هغې ته تراوسه پورې طلاق نه دى ورکړل شوى او نه يې هم د طلاق اسناد ترلاسه کړي دي.

د راپورونو تر مخه، د پاچا مېرمن اوس مهال په ماسکو کې ده او د دواړو ترمنځ د جون په ٢٢مه نېټه په اسلامي طريقه طلاق وشو، خو دغه طلاق ته قانوني بڼې ورکولو لپاره د سنګاپور په محکمه کې قضيه وړاندې شوې ده.

ويل کېږي چې د سنګاپور محکمې د جولاى په لومړۍ نېټه د دواړو ترمنځ د طلاق اجازه ورکړې وه، خو د يادونې وړ دا ده چې دواړو تراوسه په رسمي توګه طلاق منلى هم نه دى او نه يې رد کړى دى.ملېزيا پاچا ٣

خوندوره خبره دا ده چې د طلاق تر خبر راتلو وروسته روسۍ پېغلې په ماسکو کې د خپل زوي سره يو انځور په خپل انسټاګرام خپور کړى دى او په هغه کې يې د خپل ماشوم ستاينه کړې او هغه ته يې د ښه راتلونکې دعا هم کړې ده.

خو په خپل دغه پوسټ کې نوموړې نه د خپل خاوند نوم ذکر کړى دى او نه يې هم د طلاق په اړه څه خبره کړې ده، خو نوموړې ملېزيايي رسنيو ته ويلي دي، چې نه طلاق ورکړل شوى او نه يې هم د طلاق اسناد ترلاسه کړي دي.