fbpx

له ١٣ سوه زياتو ښځو د واده سپينې جوړې اغوستو ريکارډ جوړ کړ

خبريال وېبپاڼه \ ٢٦ جولاى ٢٠١٩: په خبريال ډاټ کام کې به مو د ډېرو نړيوالو ريکارډونو په اړه لوستي وي، خو يو تازه نړيوال ريکارډ د واده د سپينو جوړو د اغوستو جوړ شوى دى، چې له ١٣ سوه زياتو ښځو په دغه نړيوال ريکارډ کې ګډون کړى دى.

په سپين هېواد کې له ١٣ سوه زياتو ښځو د سپين رنګ د واده جوړې اغوستې وې، چې دا يې يو نړيوال ريکارډ جوړ او د ريکارډونو په نړيوال کتاب کې ثبت کړ.د واده جوړو ريکارډ ٢

په سپين کې د سنډيکا نوياس په نوم ښځه، چې د ودونو کاروبار کوي او د خپل يوه نوي سټور د پرانيستې پر مهال يې يو نوى نړيوال ريکارډ جوړ کړ، په دغه نړيوال ريکارډ کې د سپين هېواد له ١٩ کلنو څخه بيا تر ٩٢ کلنو پورې ښځو ګډون وکړ.

مسوولين وايي، په کومه ساحه کې چې د دې نړيوال ريکارډ د جوړولو پروګرام راجوړ شوى و، هلته د ښځو کتارونه دومره اوږده و، چې ډېرې ښځې د اوږده انتظار وروسته خپلو کورونو ته لاړې او په دغه نړيوال ريکارډ کې د ګډون څخه بې برخې شوې.

په دې نړيوال ريکارډ کې چې کومو ښځو ګډون وکړ، په هغې کې واده کړې، ناواده او کونډې ښځې شاملې وې، چې له سره تر پښو هر څه يې سپين اغوستي و، د سپينې جوړې سره.د واده جوړو ريکارډ ٣

٩٢ کلنه تريسا بيرنا، چې د دغه نړيوال ريکارډ تر ټولو د زيات عمر درلودونکې مېرمن وه، وايي چې په ژوند کې يې په لومړي ځل د واده سپين رنګې جوړه واغوسته، هغه وايي په کوم وخت کې چې د دې واده و، نو هغه وخت يې دومره ګرانبيه جوړه نه شوه اخيستلى او په خپل واده کې يې د تور رنګ جوړه اغوستې وه.

په دغه نړيوال جام کې ګډون کوونکې هرې ښځې ته (ګډون فلير) ورکړل شو، چې هغوى ته به ټول عمر په ياد وي چې په دغه نړيوال ريکارډ کې دوى هم برخه اخيستې وه.د واده جوړو ريکارډ ٤

Loading...