fbpx

سوناکشي سنها: که يار مې بېوفا شو، ژوندۍ به پاتې نه شم

خبريال وېبپاڼه \ ٢٦ جولاى ٢٠١٩: د هندي فلمونو نامتو او ښايستوکې فلمي ستوري سوناکشي سنها نن سبا د خپل مزاحيه فلم (خانداني شفاخانه) په تبليغاتو کې بوخته ده، چې په دغه فلم کې په لومړي ځل نوموړې په يوه بېباکه رول کې راڅرګندېږي.

په (خانداني شفاخانه) کې سوناکشي سنها د يوې داسې نجلۍ رول لوبوي، چې د کورنۍ د مشرانو له مړينې وروسته خپل درملتون کې کار پيلوي او د خلکو درملنه کوي.

په دغه فلم کې سوناکشي سنها د عادي ناروغيو تر څنګ د خلکو د جنسي ستونزو درملنه هم کوي او همدا لامل دى چې د فلم د لومړۍ ويډيو يا ټرېلر له خپرېدو وروسته پرې ډېرو خلکو نيوکې وکړې.سوناکشي سنها ١

د (خانداني شفاخانه) فلم د يوې تبليغاتي غونډې پر مهال سوناکشي سنها په لومړي ځل له رسنيو سره په خپل شخصي ژوند خبرې وکړې او وې ويل چې د يوه ډېر مهم کس سره يې مينه کړې.

د بالي ووډ هنګامه وېبپاڼې د راپور تر مخه، سوناکشي سنها ومنله چې مخکې يې په فلمي نړۍ کې د يوه مهم کس سره اړيکې درلودې او د دواړو ترمنځ تړون هم ډېر ښه و.

که څه هم سوناکشي سنها د يوه کس سره د اړيکو خبره ومنله، خو د هغه کس له نوم اخيستو يې انکار وکړ. نوموړې په خپلو خبرو کې وويل، چې مور و پلار يې غواړي چې ژر تر ژره واده وکړم او هغوى د زوم په توګه يو (ښايسته هلک) غواړي. خو نوموړې وايي، چې په هندي سينما کې داسې کوم (ښايسته هلک) نشته چې هغه ورسره واده وکړي.سوناکشي سنها ٤

د يوې پوښتنې په ځواب کې نوموړې وويل، چې که يې له چا سره مينه وکړه او خپل اشنا ورته په مينه کې دوکه ورکړه، نو به ژوندۍ پاتې نه شي.

د يادونې وړ ده چې مخکې د ٣٢ کلنې سوناکشي سنها سره د ډېرو کسانو نومونه تړل شوي، چې د ارجن کپور، سلمان خان او بنټى سجدى نومونه هم پکې شامل دي، خو هغې تراوسه پورې له چا سره په ډاګه د اړيکو خبره نه ده کړې.

سوناکشي سنها په لومړي ځل په ٢٠١٠ کال کې د سلمان خان سره په (دبنګ) فلم کې کار وکړ او همدا راز د دبنګ سريز په دويم فلم کې هم وه او په دريم فلم کې به هم وي. د نوموړې په نورو مشهورو فلمونو کې (راوډي راټور، جوکر، سن اف سردار، بوليټ راجا، تيور، اتفاق، هېپي بهاک جائيګي او کلنک) شامل دي.سوناکشي سنها ٣

د سوناکشي سنها نوى فلم (خانداني شفاخانه) به ژر په سينماګانو نندارې ته وړاندې شي، همدا راز نوموړې له دوه درځنو څخه په زياتو فلمونو کې کار کړى دى.

Your SEO optimized title page contents