fbpx

پاکستان په ټولنيزو رسنيو بندېز لګوي؟

خبريال وېبپاڼه \ ٢٦ جولاى ٢٠١٩: پاکستان غواړي چې په ټولنيزو رسنيو بندېز ولګوي، په دغه هېواد کې له مخکې څخه تر يو ميليون زياتې وېبپاڼې تړل شوي دي، خو تازه د پاکستان مخابراتي ادارې مشر د پاکستان حکومت ته وړانديز کړى دى، چې په دغه هېواد کې دې ټولنيزې رسنۍ وتړل شي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو تر مخه، د پاکستان مخابراتي ادارې مشر عامر عظيم باجوه، چې تقاعد پوځي دى، له پاکستاني حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې يا خو دې په دغه هېواد کې ټولنيزې رسنۍ بندې کړي او يا دې هم مخابراتي ادارې ته دومره صلاحيتونه ورکړي، چې دوى هر څه کنټرول کړاى شي.

هغه په دې اړه ويلي دي، چې په ټولنيزو رسنيو ډېرى اسلام مخالف مواد خپرېږي، همدا راز ډېرې جعلي اکاونټونه هم چلېږي او په دې کې زيات شمېر يې بيا له بهرنيو هېوادونو څخه چلول کېږي، چې دوى يې له کنټرول عاجزه دي.

خو بلخوا په ټولنيزو رسنيو باندې ډېرى خلکو په دې کار باندې نيوکې کړي دي او ويلي يې دي، چې د پاکستان پوځ باندې د هغوى د غلطو پالېسيو له امله خلک نيوکې کوي او پوځ او حکومت غواړي، چې د دغه خلکو مخه ونيسي.

د يادونې وړ ده چې په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعاليتونو ته هم په دغه هېواد کې رسنۍ انعکاس نه ورکوي، همدا ټولنيزې رسنۍ دي چې پښتون ژغورنې غورځنګ فعالانو پرې خپل غږ نړۍ ته رسولى دى او ټول پښتانه يې سره منظم کړي دي.

بلخوا په ټولنيزو رسنيو باندې د پاکستان په پوځ او حکومت سختې نيوکې هم کېږي او د هغوى د غلطو پالېسيو په تړاو ډېرى خلک ليکنې کوي، چې حکومت يې په دې برخه کې په زرګونو اکاونټونه تړلي دي، خو لا يې هم په بشپړه توګه په کنټرولولو کې ناکامه دي.

ياده دې وي چې څو څو ځل د پاکستان حکومت په خبريال ډاټ کام باندې هم په دغه هېواد کې بندېز لګولى دى.