fbpx

د موټرو له ټېرونو برېښنا توليدېدلی شي

خبريال وېبپاڼه – ۲۷ جولای ۲۰۱۹ : د موټرو ټول سامان الات ورځ تر بلې نوي کېږي او پرمختګ په کې کېږي، خو د کرولا ډوله موټرو په ټايرونو کې هېڅ ډول پرمختګ او نوښت ونه ليدل شو، خو اوس د جاپان يوې کمپنۍ ويلي چې دوی په ټېرونو کې يو وړوکی بدلون راوستی، چې په کمه اندازه برېښنا توليدولی شي.

تر دې وړاندې د ټايرو توليدوونکې (ګوډ ايير) کمپنۍ په (۲۰۱۵)م کال کې يو فکر وړاندې کړی و، چې له مخې يې ټايرونه کولای شي په سړک د چلېدو پر مهال برېښنا توليد کړي، اوس دې فکر ته تر يوه بريده بلې کمپنۍ (سوميتومو) د عمل جامې وراغوستې دي، سوميتومو کمپنۍ د جاپان (کينسای) پوهنتون په مرسته دا کار پر مخ وړی، دوی د موټر په ټېرونو کې يوه اله نصبوي، چې برېښنا جمع کوي.

د موټر ټېر له سرک سره د تاوېدو يا پر سړک د سولېدو پر مهال برېښنا توليدوي، که څه هم د دې برښنا توليد په ډېره کمه کچه وي، خو وړې پرزې چلولی شي، لکه د موټر راډيو، د موټر دننه واړه برقونه، يا نورې وړې پرزې.

تر دې وړاندې هم په ډېرو برخو کې د برښنا پر توليد ډېرې تجربې او څېړنې شوې وې، د (وسکانس) پوهنتون پوهانو هم يوه څېړنه کړې وه، چې له مخې يې د (کلونا) جيپ موټر له ټايرو څخه برېښنا توليد کړې وه.

سوميتومو کمپنۍ د دې کار په اړه نور وضاحت نه دی ورکړی او نه يې دا ويلي چې دا نوښت به يې کله بازار ته وړاندې شي، خو ويلي يې دي چې په لومړيو کې به د دې برښنا د اندازه کولو لپاره يوه اله جوړوي، تر هغې وروسته به د برېښنا د توليد لپاره نورې الې هم جوړې او دا کار به پرمختللی کړي.

Loading...