fbpx

په دوبۍ کې د فحش حرکتونو له امله مراکشۍ سندرغاړې زندانۍ شوه

خبريال وېبپاڼه \ ٢٧ جولاى ٢٠١٩: د دوبۍ يوې ځايي محکمې په دغه هېواد کې د نوي کال په شپه د موسيقۍ کنسرټ کې د فحش حرکتونو له امله مراکشۍ سندرغاړې درې مياشتې زندانۍ کړه او همدا راز له هېواده د ويستلو امر يې هم وکړ.

ښايستوکې سندرغاړې مريم حسېن باندې دا تور و، چې د موسيقۍ په يوه کنسرټ کې يې د خپل ملګري سندرغاړي سره فحش حرکتونه ترسره کړي و. که څه هم مريم حسېن دا تورونه رد کړي و او دا يې يوه تېروتنه بللې وه، خو د يادو حرکتونو ويډيوګانې هم په ټولنيزو رسنيو کې خپرې شوې وې.

کله چې د مريم حسېن ويډيوګانې خپرې شوې، نو له هغه وروسته پرې قضيه روانه شوه، چې له څو مياشتو تېرېدو وروسته مراکشۍ سندرغاړې مريم حسېن ته د فحش حرکتونو له امله د درې مياشتو د زندان سزا واورول شوه او همدا راز له زندان تېرولو وروسته به نوموړې له دوبۍ څخه هم ويستل کېږي.

د يادونې وړ ده چې صالح الجسمي د نوموړې ويډيوګانې محکمې ته وړاندې کړې وې او د دواړو ترمنځ څو مياشتې لفظي شخړه او په محکمه کې هم شخړه روانه وه، چې اخر هم محکمې نوموړى له دې جنجاله خلاص او مريم حسېن يې زندان ته ولېږله.

د مريم حسېن وکيل هم دا خبره منلې ده او وايي چې مريم حسېن ته سزا اورول شوې ده، خو دا يادونه يې هم کړې ده، چې له هېواده د ويستلو د پرېکړې په اړه هغه کولاى شي چې له محکمې څخه په دغه پرېکړه د بيا غور کولو غوښتنه وکړي.

مريم حسېن چې د مراکش هېواد اوسېدونکې ده، يوه ښايستوکې سندرغاړې ده چې له ډېرې مودې راهيسې په متحده عربي اماراتو کې ژوند کوي او د دوبۍ په ګډون په نورو ډېرو ښارونو کې د موسيقۍ کنسرټونو کې ګډون کوي.

Your SEO optimized title page contents