fbpx

د لومړي زوي په زېږېدو مور و پلار ته ستره ډالۍ ورکول کېږي

خبريال وېبپاڼه \ ٢٧ جولاى ٢٠١٩: د پولېنډ هېواد په يوه کلي کې د داسې جوړې لپاره د ډالۍ اعلان شوى دى، چې د هغوى په کورنۍ کې لومړى ماشوم يا هلک وزېږي.

د پولېنډ هېواد په سويل کې يوه وړوکى شان کلى دى، چې (ميسکى ارزينسکى) نومېږي او په دغه کلي کې د هلکانو د زېږېدو سلنه بېخي له نشت سره برابره ده، ويل کېږي چې په تېرو ٩ کلونو کې په دغه کلي کې هېڅ هلک ماشوم نه دى زېږېدلى.

په دغه کلي کې شاوخوا ٣٠٠ تنه ژوند کوي، چې ډېرى شمېر يې د ښځو او نجونو دى.

په دغه پولېنډي کلي کې چې کوم وروستى ماشوم زېږېدلى و، د هغه عمر اوس ١٢ کاله دى، چې اوس هم په همدغه کلي کې ژوند کوي. په کلي کې د اور وژونکې ادارې مشر وايي، چې د دوى په ټوله اداره کې يوازې ښځې دي او هېڅ سړى پکې نشته.

نوموړى همدا راز زياتوي، چې کله دې کلي ته د کار لپاره راغى، نو په همدې کلي کې يې له يوې نجلۍ سره واده او همدلته پوخ پاتې شو. هغه وايي چې دوه لوڼه يې دي او ډېر ارمان يې دى چې هلک يې وزېږي، خو وايي چې اوس ورته دا خبره ډېره ګرانه ښکاري.د پولېنډ کلى

هغه همدا راز وايي، چې زموږ په ګاونډ کې هم دوه نجونې زېږېدلي دي، اوس خو ماته داسې ښکاري چې د دې کلي په ښځو کې د هلکانو د زېږولو جرثومې بېخي شته نه.

د کلي مشر فرسچکو بيا وايي، چې دوى اوس په دې اړه باندې کار کوي تر څو معلومه کړي چې پخوا په دې کلي کې د هلکانو د زېږېدو سلنه څومره وه او ولې داسې کېږي چې له تېرو ډېرو کلونو راهيسې په دې کلي کې هېڅ هلک نه دى زېږېدلى.

هغه همدا راز په خپلو خبرو کې زياته کړې ده، چې په دې کلي کې د هرې جوړې لومړى زوى وزېږېده، نو هغه مور و پلار ته به ډالۍ ورکوي. هغه وايي چې اوس نه شي ويلاى چې دا ډالۍ به څه وي، خو دومره حتمي وايي، چې لويه او خوندوره ډالۍ به وي.

Loading...