fbpx

پخوانۍ ماډلې د خپل سپي سره د واده پرېکړه وکړه

خبريال وېبپاڼه / ۲۸ جولای ۲۰۱۹: له نارينه و سره تر ډېرو ليدنو وروسته پخوانۍ ماډله تنګه شوه او پرېکړه يې وکړه چې د خپل سپي سره به واده کوي.

پخوانۍ ماډلې ايلزبيت هاډ وايي، چې نوموړې وروسته له هغې د خپل سپي سره د واده کولو پرېکړه وکړه، چې له ۲۲۰ کسانو سره يې وليدل او ټولې ليدنې يې ناکامه شوې.

ماډله ايلزبيت زياتوي، چې په تېرو ۸ کلونو کې يې په ۶ ځايونو کې له ۲۲۰ نارينه و سره وليدل، خو بدبختانه چې ټولو ليدنو يې هېڅ ګټه ورنکړه.

۴۹ کلنه ماډله ايلزبيت هاډ په اتيايمه لسيزه کې د نامتو ګالفر سيوي لاسټورس او مشهور پالوان جيمز هنټ سره هم اړيکې درلودې، خو وروسته يې له دواړو سره اړیکې ختمې شوې.

ايلزبيت هاډ د خپل ۶ کلن سپي (لوګن) سره د واده کولو پرېکړه کړې ده او د هغې لپاره يې د کيتولک چرچ سره اړيکه هم نيولې ده.

پخوانۍ ماډله ايلزبيت وايي، چې هغه به د خپل سپي سره د واده په دغه پروګرام کې ۲۰ کسان راغواړي، په دغه مهال به هغه د واده ګوته په خپله په لاس کړي او همدا راز لوګن ويس (سپي) به درېشي اغوستي وي او د واده خولۍ به يې هم په سر وي.

د يادونې وړ ده چې پخوانۍ ماډله ايلزبيت هاډ لومړۍ ښځه نه ده چې له سپي سره واده کوي، تر دې مخکې هم يو شمېر ښځو له خپلو ساتل شوو سپيانو سره ودونه کړي دي. همدا راز په هند کې هم يو رواج شته، چې د ځينو خلکو په ودونو کې ستونزې راځي، نو هغوی يې بيا له غواګانو، سپيو، ونو او نورو بېلا بېلو شيانو سره ودونه کوي، تر څو په واده کې راتلونکي خنډونه يې له منځه لاړ شي او له هغه وروسته بيا له هلک یا نجلۍ سره واده کوي.

Loading...