fbpx

د ژړا له دې ګټې خبر ياست؟

خبريال وېبپاڼه \ ٢٨ جولاى ٢٠١٩: په خبريال وېبپاڼه کې به مو د ډېرو څېړنو او جالبو په اړه اورېدلي وي، خو دا ځل درته د يوې داسې څېړنې په اړه معلومات درکوو، چې په ژړا کې يې هم ګټه پېدا کړې ده.

هسې خو انسان له ډېره غمه ژاړي او کله نا کله بيا د خوشحالۍ نه يې هم د سترګو څخه اوشکې روانې شي، خو ايا څوک چې ژاړي، هغوى ته دا معلومات شته چې ژړا ګټه هم لري؟

تازه ساينسدانانو د ژړا په تړاو يوه څېړنه کړې ده او په دغه څېړنه کې ورته معلومه شوې ده چې ژړا ګټه هم لري.

په اسټراليا کې د کوينز لېنډ پوهنتون پوهانو په خپله څېړنه کې ثابته کړې ده، چې د ذهني فشار او ستونزو له امله ژړل د انسان ساه منظموي.

په دغه څېړنه کې په ١٩٧ ښځو باندې تجربې شوې دي، دغه ښځو ته يوه غمژنه ويډيو وښودل شوه چې د دغه ويډيو په ليدو باندې ډېرې ښځې په ژړا شوې. پوهانو په دغه وخت کې د دوى په مازغو کې د بدلونونو څارنه کوله او همدا راز د دغه ښځو له دغه پېښې د راوتلو په لړ کې هم يو شمېر ټېسټونه ترسره شو.

له پايلو څخه معلومه شوه چې د انسان غم نه شي کمولاى، بلکې هغه سرچپه په يوه برخه کې ډېره ګټوره ده.

کومو ښځو چې د دغه غمژنې ويډيو په ليدو باندې ژړا پيل کړه، هغوى که څه هم له دغه پېښې څخه متاثرې شوې، خو له مطالعې معلومه شوه چې په دغه غمژن ماحول کې په ژړا باندې د دوى ساه منظمه شوه.

د دغه څېړنې مشرې ليه شرمېن وايي، چې تراوسه پورې موږ اورېدلي و چې په ژړا باندې انسان خپل غم کموي، خو زموږ څېړنې بل څه معلوم کړل. هغه وايي چې له ژړا څخه د ذهني فشار يا خپګان په هارمونونو کې هېڅ تغير نه راځي، خو په ژړلو باندې زموږ ساه منظمه کېږي، همدا راز د زړه درزا کمېږي، چې په دې سره زموږ بدن د پېښې په وړاندې ثبات ترلاسه کوي.

Your SEO optimized title page contents