fbpx

يوټیوب کې کارکوونکې ماشومه د ۸ ميليونه ډالرو مالکه شوه

خبريال وېبپاڼه / ۲۹ جولای ۲۰۱۹ – سييول: د سويلي افريقا ۶ کلنه ماشومه چې په يوټیوب کې د خپلو ویډيوګانو په مرسته په ټوله نړۍ کې مشهوره شوې ده او د خپل يوټیوب چېنل څخه يې په ميليونونو ډالر ګټلي دي، نږدې ورځو کې يې د ۸ ميليونه امريکايي ډالرو جايېداد واخيسته، چې په افغانيو کې ۶۴۰ ميليونه افغانۍ جوړېږي.

دغه ماشومه په سويلي کوريا کې په یوټیوب کې تر ټولو ډېر ليدونکي لري او دغه اعزاز يې هم په خپل نوم کړی دی، د نوموړې هره يوه ويډيو په کروړونو ځله کتل کېږي. د بورم د يوټيوب چېنل سبسکرایبر تر ۳۰ ميليونه څخه اوښتي دي، نوموړې په خپلو ويډيو ګانو کې د ماشومانو د لوبو شيانو او کاليو باندې خبرې کوي.

نوموړې په خپلو ويډيوګانو د اعلاناتو له لارې ډېرې زياتې پېسې ګټي او نږدې ورځو کې يې مور و پلار د سويلي کوريا په سييول په ګرانبیه سيمه کې پنځه منزله کور اخيستی دی. ياده دې وي چې د دغه ماشومې په نوم یو شرکت هم شته، د بورم شرکت په نوم دی. دغه شرکت هره مياشت ۳۰ لکه امريکایي ډالر ګټي.

بورم په يوټيوب کې دوه چېنلونه لري، په يوه چېنل کې هغه د ماشومانو د لوبو شيانو په اړه خبرې کوي او په دويم چېنل کې ويډيو لاګ (د سفر/چکر/تفريح ويډيوګانې) خپروي. بلخوا د نوموړې په مور و پلار هم ډېری خلک سختې نيوکې کوي او وايي چې د پېسو لپاره خپله ۶ کلنه ماشومه لور استعمالوي.بورم ۲

له دې مخکې په ۲۰۱۷ کال کې (سيو دي چلډرن) موسسې د دغه ماشومې مور و پلار ته اخطار ورکړی و، چې دوی د پېسو ګټلو په هوس کې د خپلې ماشومې ويډیوګانې جوړوي او دا د دې تر څنګ چې سخت فشار پرې راشي، نو ستونزې هم راولاړولای شي.

همدا راز په يوه ويډيو کې بورم د خپل و مور پلار له پس څخه پېسې پټوي او په يوه ويډيو کې بيا داسې ښايي چې د ماشوم زېږوي، مور و پلار يې وروسته خپله تېروتنه ومنله او دغه دواړه ويډیوګانې يې له منځه يوړې.

Loading...