fbpx

د افغانستان نوې ملي جبهې له ډاکټر عبدالله څخه ملاتړ نه دی کړی

خبريال وېبپاڼه / ۲۹ جولای ۲۰۱۹: د زمري په ۶مه نېټه د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو لپاره رسمي کمپاين پيل شو، چې د کمپاين پيل دوه کانديدانو، ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې د غونډو په کولو سره پيل کړ.

په دغه غونډو کې د ډاکټر عبدالله عبدالله په غونډه کې انوار الحق احدي د افغانستان د نوې ملي جبهې په نمايندګۍ د ثبات او همپالنې ټيم څخه خپل ملاتړ اعلان کړ، خو د د افغانستان نوې ملي جبهه وايي، چې دا د احدي شخصي پرېکړه ده او دوی د هېڅ يوې ډلې څخه ملاتړ نه دی اعلان کړی.

د افغانستان نوې ملي جبهې څخه خبريال ډاټ کام ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې پرون ورځ د ولسمشريزو نوماندانو خپلې ټاکنې مبارزې پيل کړې، خو د دوی لپاره د حېرانتيا وړ خبره دا وه، چې د افغانستان نوې ملي جبهې له ادرسه د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټيم ملاتړ و، چې دغه کړنه د انوار الحق احدي شخصي وه او د نوې ملي جبهې پورې هېڅ تړاو نه لري.

د افغانستان د نوې ملي جبهې د رهبرۍ شورا وايي، چې دوی تراوسه پورې د هېڅ ټاکنيزې ډلې څخه د ملاتړ اعلان نه دی کړی او احدي چې له هر ټيم سره ځي، شخصي پرېکړه يې ده. دوی وايي چې دوی به ژر د ټاکنيزو ټيمونو په تړاو خپل رسمي موقف د رسنيو پر وړاندې اعلان کړي.

د يادونې وړ ده چې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د زمري په شپږمه نېټه رسمي کمپاين پيل شوی دی، چې د پيل په لومړۍ ورځ په کابل او ولايتونو کې د کمپاين لپاره سترې غونډې ترسره شوې، خو ياد کمپاين به دوه مياشتې دوام کوي، چې د ۱۸ نوماندانو په مشرۍ ۱۸ ټيمونه جوړ شوي دي.