fbpx

جاويد اميرخېل د ملي بېرغ په وياړ ترانه خپره کړه

د افغانستان مخکښ هنرمند جاويد اميرخېل د ملي بېرغ د ملي ورځې په وياړ ترانه خپره کړه. نوموړي چې په خپل خواږه غږ کې د ملي بېرغ په وياړ کوم شعرونه ويلي، هغه د نامتو شاعر پير محمد کاروان ليکل شوي دي.

نن په ټول هېواد کې د افغانستان د ملي بېرغ ملي ورځ نمانځل کېږي، چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې يې افغانان په ډېر مينه، ولولو او جذبو سره نمانځي.

د زمري اوومه نېټه چې د ملي بېرغ ملي ورځ ده، هر چا په خپلو کورونو ملي بېرغونه ځوړند کړي او همدا راز په ډېرو سيمو کې بيا د ملي بېرغ د ورځې په وياړ غونډې هم نيول شوي دي.

تور مې ټيکری د مور، سور مې واسکټ د ورور

زرغون مې شال د خور، ښکلا ده لور په لور

په همدې مناسبت سره د افغانستان نامتو هنرمند جاويد اميرخېل هم په خپله پاڼه باندې يوه ترانه خپره کړې ده. نوموړي له همدغه ترانې سره ليکلي دي، چې زما ګران هېواد افغانستان له څلور نيم زره کلونو راهيسې د بېرغ خاوند دی. نوموړی زياتوي، چې بېرغ زموږ د زرين تاريخ ښکارندوی دی، بېرغ زموږ د ملي هويت او ملي وحدت سمبول دی.

نوموړی همدا راز مخکې وايي، چې نن د زمري ۷مه نېټه د ملي بېرغ ورځ ده. ما د يوه ژمن او ملي سندرغاړي په توګه په خورا لنډ تنګ وخت کې خپل مسووليت ترسره کړ او يوه ښکلې ترانه مې ورته زمزمه کړه.

نوموړي همدا راز خپلو مينه والو ته ويلي دي، چې هیله يې ده چې دا ترانه به د ټولو خوښه شي.

د دغه ترانې ويډيو هم ډېره ښکلې جوړه شوې ده، چې ملي بېرغ پکې ښودل شوی دی. دغه ترانه نامتو شاعر پير محمد کاروان ليکلې ده، کمپوز يې جاويد اميرخېل په خپله جوړ کړی او موسيقي يې بريالي غمزده برابره کړې ده.

Loading...