fbpx

نن د افغان ملي بيرغ ورځ نمانځل کېږي

خبريال وېبپاڼه – ۲۹ جولای ۲۰۱۹: په هېواد دننه او له هېواده بهر مېشتو افغانانو له لوري د افغان ملي بيرغ ورځ نمانځل کېږي.

د دې ورځې د نمانځنې لپاره په ټول هېواد کې بېلابېل مراسم نيول شوي چې ان له څو ورځو راهيسې ورته چمتووالی روان و، که څه هم دا ورځ تېر کلونه په دومره شاندارو مراسمو سره نه نمانځل کېده خو سږ کال د خپلواکۍ د سلمې کليزې تر څنګ دا ورځ هم په ټول هېواد کې په شاندارو مراسمو سره نمانځل کېږي.

د ملي بيرغ د ورځې د نمانځلو په غونډه کې ولسمشر غني هم ګډون کړی و، نوموړي په خپلو خبرو کې وويل: زموږ ملي بيرغ درې درنګه لري، چې تور رنګ يې د تيارې د ورځو په مانا دی، د هغو ورځو په مانا چې دښمنانو غوښتل زموږ هويت له منځه يوسي. سور رنګ د هغو قربانيو رنګ دی چې دا خاوره پرې ساتل شوې، د هغو شهيدانو د وينو رنګ دی چې د دې خاورې د ساتنې لپاره يې خپل سرونه نذرانه کړل، د اسلام لپاره چې افغانانو څومره قربانۍ ورکړي، په نړۍ کې ساری نه لري او شين رنګ زموږ د راتلونکي رنګ دی، د اباد او پرمختللي راتلونکي رنګ دی.

دا ورځ د مرکز کابل په ګډون په ولاياتو کې هم په شاندارو مراسمو نمانځل کېږي چې په اروزګان ولايت کې هم په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شوه، په دې مراسمو کې سلګونو هېوادوالو ګډون کړی و او يو لوی بيرغ يې نندارې ته وړاندې کړ.

همدا شان په خوست ولايت کې د دې ورځې په وياړ خورا په زړه پورې مراسم جوړ شوی و، موټريزو کاروانونو، اتڼونو او ملي نغو د دې ورځې نمانځنې ته لا ښکلا وربښلې وه.

ټاکل شوې د نن ورځې په اوږدو کې په کابل او ځينو نورو ولايتونو کې هم دې ورځې ته شاندار مراسم جوړ او ونمانځل شي، په کابل کې د ژوندون ټلوېزيون له لوري هم دا ورځ څو ورځې وړاندې ونمانځل شوه چې نن يې بيا نورو مراسمو ته چمتوالی نيولی.

د يادونې وړ ده چې سږ کال د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو سلمه کليزه ده چې په ټول هېواد کې يې د نمانځنې په پار چمتووالی روان دی.