حشمت: هېواد ته د خدمت کولو وعده مې پلار سره کړې

خبریال ډاټ کام: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تکړه کلاسېک لوبغاړي حشمت الله شهیدي نن پر خپله فسبوک پاڼه باندې لیکلي دي چې د پلار د مرګ یې نن دوهم تلین دی او هغه چې نن په افغانستان کې کوم محبوبیت لری هغه یې د پلار د تشویق او باور برکت دی.

حشمت شهیدي وایي، چې پلار یې ورته ډیر نصیحتونه او یادونه پريښي دي چې هغه یې تر نن ورځې پورې نه هیروي او پر راتلونکې کې به هم د هغه لار غوره کړي.

حشمت شهیدي زیاتوي، چې پلار یې پرې هغه مهال همېشه یقین او باور درلود او پر هر ډول حالاتو کې تشویق کړی دی څو د افغانستان لپاره یو ویاړ پاتې شي د هغه پر وینا لایې هم د پلار لار غوره کړې ده.

حشمت الله شهیدي وایی، لکه څرنګه چې پلار یې ورته خورا ډیر یادونه او نصیحتونه پرېښي د هغې د پوره کولو پر موخه یې لاهم کوښښ روان کړی دی.

حشمت الله شهیدي زیاتوي، “لکه څرنګه چې پلار مې د هېواد مظلمو کسانو لپاره هیڅ راز زیار څخه ستړیا نه ده ګاللې بلکې ورځ تر بلې یې د پیاوړي هوډ سره خپل کار ته ادامه ورکړه نو په همدې ترتیب به زه هم خپل هېواد ته په ریښتیني ډول لوبېږم.”

حشمت شهیدي وایي چې د پلار همېشني ملاتړ هغه ته مثبته انرژي ورکړې وه، خو د هغه له نه شتون پرته به هه د کرکټ په ډګر کې افغانستان ته لا ډیر خدمت وکړي.

 

د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي حشمت الله شهیدي پلار نږدې دوه وړاندې وفات شوی دی، خو شهیدي نن د هغه د دویم تلین پر مناسبت د هغه یاد راتازه کړی و.

حشمت الله شهیدي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې هغه مخکښ توپ وهوونکی دی چې په تېر نړیوال جام کې هم د انګلستان په سختو ویشتنخایونو باندې ډیر ښه وځلېد او مسلسل نیمه سلیزې ووهلې.

حشمت شهیدي د افغانستان لپاره ډیرې کارنامې کړي دي هغه یو حوصله ناک لوبغاړی دی چې د کرکټ په نړۍ کې ورته د افغان کمارا سنګکاره لقب ورکړل شوی دی.

حشمت شهیدي په افغانستان او نړۍ کې خورا ډیر مینوال او محبوبیت لري، هغه تل په خپلې ارامې توپ وهنې سره د کرکټ ملي لوبډله له سختو حالاتو څخه ژغورلې ده.

حشمت شهیدي تر دا مهال د افغانستان لپاره ټول ټال ۳۹ یو ورځنۍ سیالۍ کړي دي چې پکې ۱۰۶۴ منډې پوره کړي او په یوې سیالۍ کې نوموړي ۹۷ منډې تر ټولو ډیرې کړي.

حشمت الله شهیدي د افغانستتان لپاره خورا ښه ثابت شوی دی هغه په یو ورځنیو سیالیو کې شاوخوا ۳۲ ایوریج لري، همداراز پر یوې ټېسټ لوبه کې هم ۶۱ تر ټولو ډیرې منډې کړي دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More