fbpx

عمران خان: طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېنوم

خبريال وېبپاڼه \ ٢٩ جولاى ٢٠١٩: د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي دي، چې يو ځل مخکې هم طالبانو غوښتل چې له ده سره وويني، خو په وينا يې چې، ولسمشر اشرف غني له طالبانو سره د ده په ليدلو نه خوښ، نو ځکه يې ورسره ونه ليدل، هغه زياتوي چې زه به هڅه وکړم چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېنوم.

د پاکستان ډان وېبپاڼه په خپل يو راپور کې ليکي، چې د پاکستان لومړي وزير عمران خان د دغه هېواد د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوا، د اى ايس اى مشر جنرال فېض حميد او د پوځ وياند اصف غفور سره د لومړي وزير په کور کې وليدل او هغوى سره يې د نورو خبرو تر څنګ په افغان سوله باندې هم خبرې وکړې.

عمران خان په واشنټنګ کې د امريکا تينک ټېنک ته ويلي و، چې له طالبانو سره يې مخکې کله ليدنه نه ده کړې، خو د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تر ليدنې او د افغان ولسمشر اشرف غني سره تر خبرو کولو وروسته اوس غواړي چې له طالبانو سره مخامخ کېني او هغوى سولې ته اړ باسي.

د پاکستان لومړى وزير وايي، چې څو مياشتې مخکې ورسره طالبانو د ليدنې خواهش ښکاره کړى و، خو هغه وخت افغان ولسمشر اشرف غني نه غوښتل چې زه دې له طالبانو سره ووينم.

د پاکستانۍ رسنيو په وينا، عمران خان به هڅه وکړي چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېنوي. هغه همدا راز وايي، چې بايد طالبانو ته هم په ټاکنو کې برخه ورکړل شي.

عمران خان وايي، چې په افغانستان کې تلپاتې سوله د پاکستان د بقا لپاره هم مهمه ده. نوموړى همدا راز زياتوي، چې د پاکستان حکومت او پوځ دواړه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي، همدا راز امريکا هم غواړي چې د افغانستان ستونزې ته سياسي حللاره پېدا کړه.

د يادونې وړ ده چې افغان حکومت په پاکستان تل دا تور لګوي، چې په طالبانو پراخ نفوذ لري او پاکستان نه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي، نو ځکه هغوى طالبان د خبرو مېز ته نه راولي.

همدا راز څه وخت مخکې چې افغان ولسمشر اشرف غني په دوه ورځني سفر پاکستان ته تللى و، نو هلته يې له پاکستاني رسنيو سره په خبرو کې ويلي و، چې که دا ځل هم ورسره پاکستان کړې ژمنې پوره نه کړې، نو افغان ولس به يې بيا پاکستان ته د راتګ لپاره راپرې نه ږدي.

د يادونې وړ ده چې تېرو ورځو کې د پاکستان لومړى وزير عمران خان امريکا ته تللى و او هلته يې ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وليدل، چې د افغانستان د سولې په تړاو هم دواړو خبرې وکړې. همدا راز ټرمپ دا هم ويلي و، که وغواړي په لس ورځو کې افغان جګړه ګټلى شي، خو د هغې لپاره به افغانستان د نړۍ له نقشې ورکوي، چې د نوموړي دا خبرې په پراخه کچه وغندل شوې.

همدا راز د ځينو سرچينو په حواله، د امريکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د روانو خبرو پر مهال دواړو خواو ويلي و، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ له تړون وروسته به د طالبانو استازي له افغانانو سره هم خبرو ته مخامخ کېني.

Loading...