fbpx

ملايکه اروړا: هر څوک حق لري چې دويم ځلې مينه وکړي

خبريال وېبپاڼه \ ٢٩ جولاى ٢٠١٩: هندۍ فلمي ستورې ملايکه اروړا چې کله د فلمي ستوري او فلم جوړونکي ارباز خان نه طلاق واخيست او له ځانه څو کاله کشر فلمي ستوري ارجن کپور سره يې يارانه پيل کړه، نو په ټولنيزو رسنيو وخت نا وخت پرې سختې نيوکې کېږي.

ځينې خلک په ملايکه اروړا په دې نيوکې کوي چې ولې يې له ارباز خان نه طلاق واخيست، خو ځينې يې بيا په دې سخته تر نيوکو لاندې نيسي، چې ولې له ځانه ډېر کشر هلک سره يې يارانه پيل کړې ده.

خو ملايکه اروړا بيا وايي، چې هغه د هيچا د نيوکو پروا نه کوي او وايي چې هر څوک حق لري چې دويم ځلې مينه وکړي.

تازه له هندي رسنيو سره په مرکه کې نوموړې ويلي دي، چې په مينه کې هر چاته دويم ځلې چانس ورکول پکار دي، هر څوک حق لري چې په دويم ځل مينه وکړي او دا بايد ټول ومني.

ملايکه اروړا او ارجن کپور
ملايکه اروړا د ارجن کپور سره

٤٥ کلنې ملايکې اروړا له ٣٤ کلن ارجن کپور سره خپله يارانه پټه ساتلې وه، هغه په دې اړه وايي، چې داسې اړيکې تل د نيوکو سره مخ کېږي، خو خلکو ته پکار دي چې دا هر څه ومني، زموږ په هېواد کې نه پوهېږم چې ولې داسې تعلق ته په غلطه کتل کېږي، ټول ته پکار دي چې خپل فکرونه پراخ کړي.

نوموړې همدا راز زياتوي، چې په هند کې بايد هرې ښځې ته دا حق ورکړل شي، چې په دويم ځلې مينه وکړي.

هغه همدا راز زياتوي، چې له ځانه د کشر هلک سره په اړيکو ساتلو باندې چې کوم خلک په دې نيوکې کوي، هغه يې هېڅ پروا نه کوي. همدا راز د هغې په سټايل چې هم څوک نيوکې کوي، هغه يې په کيسه کې نه ده.

هغه وايي، چې څوک په ما نيوکې کوي، هغوى ته زه هېڅ ارزښت نه ورکوم.

ملايکه اروړا او ارباز خان ٢
ملايکه اروړا د خپل پخواني خاوند ارباز خان او خپل زوي سره

د يادونې وړ ده چې ملايکه اروړا په ويډيوګانو کې د نڅاوو نه پيل کړى و، خو هغه وخت ډېره مشهوره شوه چې د شاه رخ خان په فلم (دل سى) کې يې (چيا چيا) سندره باندې نڅا وکړه.

ملايکه اروړا د ارباز خان سره په ١٩٩٨ کال کې واده کړى و، خو دواړو په ٢٠١٧ کال کې له يو بل څخه طلاق واخيست.

Loading...