fbpx

راشد خان: د نړۍ هر مېدان کې وياړلى بېرغ ځلوو

خبريال وېبپاڼه \ ٢٩ جولاى ٢٠١٩: د افغانستان ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان هم د ملي بېرغ ملي ورځ نمانځلې ده او په خپله رسمي فېسبوکپاڼه يې ليکلي دي، چې رب دې موږ ته توفيق راکړي، چې د نړۍ هر مېدان کې دا وياړلى بېرغ لا ښه وځلوو.

نن په ټول هېواد کې د بېرغ ملي ورځ په ډېرو ولولو سره نمانځل شوه، دا ورځ ځوانانو، پېغلو، مشرانو، کشرانو او ماشومانو، هر قشر په پراخه کچه ونمانځله او همدا راز د ارګ په ګډون د هېواد په ګوټ ګوټ کې د بېرغ په وياړ ځانګړې غونډې هم ترسره شوې.

همدا راز نامتو هنرمند جاويد اميرخېل نن ورځ د (ملي بېرغ) په نوم سره يوه ښکلې او په زړه پورې ترانه هم خپره کړه، چې شعرونه يې نامتو شاعر پير محمد کاروان ليکلي و.جاويد اميرخېل

همدا راز نن د ملي بېرغ ورځ د نورو افغانانو تر څنګ د افغانستان ملي لوبډلې د کرکټ لوبغاړو هم ونمانځله او په دې اړه يې په ټولنيزو رسنيو کې پوسټونه وکړل.

راشد خان په خپله رسمي فېسبوکپاڼه د ملي بېرغ سره خپل انځور خپور کړ، چې يې ورته ليکلي و، څو چې پاتې يو افغان وي، تل به دا افغانستان وي.راشد خان ١

نوموړي همدا راز په خپل پوسټ کې زياته کړې وه، چې رب دې د ګران افغانستان دا ښکلى او رنګين بېرغ تل همداسې رپاند او ځلاند لري. راشد خان مخکې ليکي چې، رب دې موږ ته توفيق راکړي چې د نړۍ هر مېدان کې دا وياړلى بېرغ لا ښه وځلوو.

نوموړى زياتوي، موږ چې هر څه يو د ګران وطن او دغه ملي بېرغ له برکته يو، چې دا نه وي، موږ نه يو.

هغه همدا راز ټولو افغانانو ته د ملي بېرغ د ورځې مبارکي ورکړې ده.

ياده دې وي چې په ارګ کې هم د ملي بېرغ په وياړ غونډه وشوه، چې ولسمشر غني پکې په خپلو خبرو کې وويل، چې د ملي بېرغ سور رنګ زموږ د وياړلو شهيدانو د وينو نښه ده او هيچا ته به د تېرو تيارو ورځو د تکرار اجازه ورنکړو.