fbpx

پاکستان کې پوځي چورلکه غورځېدلې، پراخه مرګ ژوبله يې اړولې

خبريال وېبپاڼه / ۳۰ جولای ۲۰۱۹: په پاکستان کې د پوځ يوه چورلکه د خلکو په ابادۍ کې غورځېدلې ده، چې پراخه مرګ ژوبله يې اړولې ده. ډاکټران وايي چې ټپيان هم په ډېر نازک حالت کې دي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو تر مخه، د پاکستان د پوځ يوه چورلکه د موهړه کالو په سيمه کې په ابادۍ غورځېدلې ده، چې په چورلکه کې د سوارو ۷ کسانو په ګډون په ابادۍ کې د ماشومانو او ښځو په ګډون پکې ۱۷ تنه هلاک شوي او ۱۲ تنه پکې ټپيان دي. همدا راز ويل کېږي چې د ټپيانو حالت هم ډېر نازک دی.

بلخوا د پاکستان د پوځ وياند هم منلې ده چې په موهړه کالو کې چې په ابادۍ کومه چورلکه غورځېدلې، هغه د پاکستاني پوځ چورلکه ده چې د معمول په ګشت باندې ګرځېده. هغه زياته کړې ده چې په چورلکه کې دوه تنه پايلټان و او پنځه تنه ورسره نور و، چې ټول پکې له منځه تللي دي.

ياده چورلکه د شپې پر مهال ابادۍ غورځېدلې، چې په کورونو کې ويده ماشومان او ښځې يې هم وژلي دي او ويل کېږي چې ۱۷ تنه پکې هلاک شوي او ۱۲ ټپيان دي.

خو بلخوا بيا د ځايي روغتون مسوولینو رسنيو ته ويلي دي، چې په دغه پېښه کې ۱۷ کسان هلاک شوي او تر ۱۲ زيات ټپيان دي. هغوی همدا راز وايي، چې کېدای شي د وژل شوو شمېر نور هم زيات شي.

د پوځ وياند وايي، چې په کومه ساحه کې پوځي چورلکه غورځېدلې، ټوله ساحه پوځيانو په خپله ولکه کې اخيستې ده. بلخوا ويل شوي دي چې چورلکه په کورونو غورځېدلې او يو شمېر کورونو اور اخیستی دی، چې د اور مړ کولو لپاره هڅې ترسره شوي او ټپيان روغتونونو ته انتقال شوي دي. همدا راز په سيمه باندې برق هم قطع شوی دی.