fbpx

د منظور پښتین نږدې ملګری ادریس پښتین له زندانه ازاد شو

خبریال وېبپاڼه / ۳۱ جولای ۲۰۱۹ – د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نږدې ملګری او د دې ډلې فعاله غړی ادریس پښتین د هري پور زنذان څخه ازاد کړی شو.

د پي ټي ایم ډیری مخکښو غړو تېره شپه د ا خبر تابید کړی او د ادریس د خوشې کېدلو وروسته یې یو ځل بیا ورته هر کلی ویلی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعاله غړی ادریس پښتین نږدې دوه میاشتو وړاندې د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان سیمه کې هغه مهال نیول شوې وو کله چې نوموړی د پي ټي ایم د مشر منظور پښتین سره په یو موټر کې روان و.

ادریس پښتین د منظور پښتین تر ټولو باوري ملګری بلل کېږي ، نوموړی له منظور پښتین سره په هر سفر کې ملګري وي او له همدې کبله پاکستاني پوځ نیولی وو چې ګواکې ولې له منظور پښتین سره هر وخت مل وي؟

د ادریس پښتین او بلال په اړه منظور پښتین ویلي، چې دواړه یې له ځوانو ملګرو څخه دي چې د پي ټي ایم د رامنځته کېدلو پر وخت یې هم ورسره کلکه همکاري کړې او دغه راز یې تر نن ورځې پورې ورسره په تحریک کې ګډه مبارزه کړې ده.

د معلوماتو له مخې په پېښور کې یوې محکمې څو ورځې وړاندې د ادریس پښتین په شمول د پي ټی ایم د ٧ کسانو نورو ضمانت هم قبول کړی وو.

ویل کېږي له ادریس پښتین وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي عبدالله ننگیال، رحمت شاه مسید، یوسف مسید او عارف وزیر له زندانه ازاد شوي وو، خو اوس یې هم ډیری غړي په زندانونو کې دي.

د پي ټي دوه نور مخکښ غړي محسن داوړ او علي وزیر هم له ډیرې مودې راهیسې په زندانونو کې پراته دي چې د خوشې کولو یې هیڅ معلومات هم نه دی شوی.

علي وزیر د مۍ پر شپږ ویشتمه نېټه او محسن داوړ بیا د اختر په شپو او ورځو کې د شمالي وزیرستان د خړ کمر پېښې او په دغې سیمه کې پر پاکستاني پوځیانو د یوې چاودنې په تور نیول شوي دي. او لاهم دواړه په پاکستاني زندانونو کې شپې او ورځې تېروي.

خو محسن داوړ او علي وزیر هغه وخت ټول تورونه بې بنسټه بللي و دوی، پوځ ته په ځواب کې ویلي وو، چې ګواکې په پولیسو دوی برید نه دی کړی ،بلکې د پي ټي ایم په احتجاجي کاروان پاکستاني پوځیانو مرګونی برید کړی وو چې په نتیجه کې د پي ټي ایم ۱۳ تنه غړي شهیدان او تر ۴۵ پورې نور غړي یې ټپیان شوي وو.

دغه راز د همدغې قضیې له امله څو ورځې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشران علي وزیر او محسن داوړ یو ځل بیا محکمې ته په خپل وخت وړاندې نه شو، خو محکمې ته یې د وړاندې کولو نېټه ورځ تر بلې ځنډېږي.

بلخوا حکومتي او د ریاستی چارواکو ترڅنگ په پاکستان کې ټول سیاسي گوندونه د غورځنگ غوښتنې ریښتیني بلي، خو لومړی وزیر عمران خان وايي چې د غورځنگ مشران د پوځ په ضد سخته لهجه کاروي.

د یادلو ده د پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې یوازینۍ زړوره ډله ده چې د پښتنو لپاره یې هر اړخیزه مبارزه پیل کړې ده، دوی د پاکستاني پوځ د ظلمونو، د پوځ له خوا د ترهګرو د روزلو او د پښتنو پر کورونو او بازارانو د پوځیانو د بمونو د غورځولو خلاف ناره پورته کړې ده.