fbpx

طالبانو دوه ځل سقوط کړي کندوز کې د خپلواکۍ پراخ جشن

هغه ولايت چې طالبانو په ۱۳۹۴ او ۱۳۹۵ کلونو کې په لږ وخت کې دوه ځلې له سقوط سره مخ کړ، اوس پکې په پراخه کچه د خپلواکۍ د سلمې کليزې جشن نمانځل کېږي، چې لارې کوڅې، دولتي ودانۍ، کورونه او ټول بازارونه په ملي بېرغونو پوښل شوي دي او کندوزيان په ډېره مينه د خپلواکۍ سلمې کليزې ته تيارۍ نيسي.کندوز ولايت ۵

په شمالي ولايتونو کې کندوز هغه ولايت دی چې تر ډېره له نا امنۍ سره مخ شوی دی، ياد ولايت د افغانستان يو له مهمو ولايتونو څخه هم دی، ځکه دا له ګاونډي هېواد تاجکستان سره پوله لري او همدا راز يو وخت د افغانستان د کندو په نوم هم يادېده، خو په وروستيو کې ډېر نا امنه شو او بيا طالبان هم په دې وتوانېدل چې کندوز دوه ځلې له سقوط سره مخ کړي.کندوز ولايت ۶

ياد ولايت چې کله له سقوط سره مخ شوی و، نو پکې د ژوند ټولې چارې ودرېدلې وې او همدا لامل و چې زرګونو کورنيو له کندوز څخه کډه وکړه او نورو ولايتونو ته لاړل، ځکه په دغه ولايت کې کاروبار او ژوند هر څه تباه شول.

خو په شمالي ولايتونو کې اوس کندوز يوازینی ولايت دی چې په دومره پراخه کچه پکې د خپلواکۍ د سلمې کليزې جشن نمانځل کېږي. کندوز اوس هغه ولایت دی چې پرمختيايي کارونه پکې پيل شوي دي او خلک يې دې ته هيله من دي چې د نا امنۍ ټغر به پکې ورټول شي.کندوز ولايت ۳

کندوز ولايت ته د عبدالجبار نعيمي د والي په حېث له راتګ وروسته په دغه ولايت کې پرمختيايي کارونه پراخ شوي دي او د خلکو کاروبارونه هم د نوموړي له راتګ سره بېرته ښه شوي دي.

د کندوز يو تن اوسېدونکي نور عالم خبريال ډاټ کام ته وويل، چې په کندوز ولايت کې هېڅ کله هم د خپلواکۍ جشن په دومره پراخه کچه نه و نمانځل شوی، خو دا د اوسني والي لاسته راوړنه ده او د ولس مينه ده چې سږکال د خپلواکۍ سلمه کليزه په ډېره پراخه کچه نمانځل کېږي.کندوز ولايت ۲

د يادونې وړ ده چې په کندوز ولايت کې سږکال د ملي بېرغ ملي ورځ هم په پراخه کچه ونمانځل شوه، چې د ولايت د والي په مشرۍ يو لوی موټريز کاروان په کندوز ښار کې وګرځېده، چې ډېرو خلکو پکې ګډون وکړ.کندوز ولايت ۱

Your SEO optimized title page contents