fbpx

هندۍ ښځې ګاڼې د اچولو په ځای خوړلي دي

خبريال وېبپاڼه / ۳۱ جولای ۲۰۱۹: په هند کې يوه عجيبه پېښه رامنځ ته شوه، چرته چې ډاکټرانو د يوې ښځې عمليات وکړل او د هغې له خېټې څخه يې د لکونو روپو ګاڼې راوويستې.

د هند د بنګال ايالت اوسېدونکې ۲۲ کلنې روني ناروغه شوه، نوموړې به تر ډوډۍ وروسته کانګې کولې، نو کورنۍ يې روغتون ته يوړه او هلته يې ډاکټرانو معاينه وکړه.

ډاکټرانو د ښځې د خېټې سکېن وکړ او له هغه وروسته حېران شو چې د ښځې په خېټه کې د ګاڼو پوره خزانه پرته ده، په دغه ګاڼو کې ۶۹ د غاړې نري امېلونه، ۸ لوی امېلونه، ۸۰ د غوږونو والۍ، ۱۱ د پوزې چارګلونه، ۵ دانې د پښو پانزېبونه او يو لاسي ساعت شامل و.

د دغه ښځې مور وايي، چې دا ټول شيان هغې د خپل ورور د دوکان نه راوړي و او هغه هېڅ په دې نه ده پوه شوې چې دا هر څه يې لور خوړلي دي.

د روني کورنۍ وايي، کله چې به هم چا له هغې نه د ورک شوو ګاڼو په اړه پوښتنه کولې، نو هغه به په ژړا کېده، خو هيچا ته يې هم دا نه ويل چې دا ټول شيان يې تېر کړي دي.د ښځې په خېټه کې ګاڼې ۲

په ځايي دولتي روغتون کې تر داخلېدو مخکې روني ډېرو نورو شخصي روغتونونو ته هم وړل شوې وه، خو د يادو روغتونونو دوايانو ورته هېڅ ګټه نه وه کړې.

کوم ډاکټر چې د روني عمليات کړي، هغه وايي چې کله نوموړې روغتون ته راوړل شوه، نو حالت يې ډېر بد و، تر دې پورې چې هېڅ شی يې هم نه شو خوړلی.

ډاکټرانو زياته کړه، چې د عملياتو پر مهال هم د روني حالت ډېر نازک و، د عملياتو پر مهال يې وينه ډېره کمه وه او هغې ته ۵ بوتله وينه هم واچول شوه.

Loading...