fbpx

منظور پښتين: د دومره ظلم نه پس هم ظلم تمام نه شو

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين په خپل تازه پوسټ کې ويلي دي چې د دومره ظلم نه پس هم ظلم تمام نه شو. د نوموړي اشاره په کوټه ښار کې تازه چاودنې ته ده.

هغه په خپل پوسټ کې ليکي، د کوټې په چاودنه کې څو بې ګناه کسان شهيدان او ډېر پکې ټپیان شو. د دوی ګناه څه وه چې په دوی چاودنه وشوه او شهيدان او ټپيان کړای شو؟

هغه همدا راز زياتوي، چې هېڅ ګناه يې هم نه وه، خو وايي چې قاتل په داسې کولو څه غواړي؟ هغه وايي چې په تېرو پنځلس کلونو کې معلومه نه شوه چې دا نامعلومه خلک څوک دي او څه غواړي. زموږ د وطن په بربادولو دوی څه ترلاسه کوي.

ښاغلی پښتين مخکې ليکي، قاتل خو دا نه وايي، خو راځئ چې موږ په خپله په دې اړه فکر وکړو چې د دې ګټه چاته ځي او هغه به له دې هر څه، څه ترلاسه کوي؟

نوموړی وايي، چې له امو څخه تر اباسین پورې په پښتنه سيمه په بېلا بېلو شکلونو کې، په دولتي او غېر دولتي کاليو کې بې ګناه ولس وژل کېږي، خو له دې هر څه چې هر څوک هر څه ترلاسه کوي، نو زموږ د مظلومو وينه به غلې پاتې نه شي، هغه که په چاودنو کې وژل شوي او که په بمباريو کې.

نوموړی وايي، چې هر څوک يادوو نو له زړونو مو اسوېلي ووځي، په کومې بې رحمۍ چې زموږ په وطن کې وينه بهول کېږي، دا به پښتانه هېڅ کله هم هېره نه کړي.محسن داوړ او علي وزير

په پاکستان کې په پښتنو سخت ظلمونه روان دي، چې د دغه ظلمونو پر ضد پښتون ژغورنې غورځنګ غږ پورته کړی، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مخکښو مشرانو علي وزير او محسن داوړ، چې دواړه د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي هم دي، د پاکستان پوځ بې ګناه نيولي او بنديان کړي يې دي، له هغه وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ فعاليتونه هم يو څه کم رنګه شوي دي. خو منظور پښتين په خپله يوه ويډيو کې دا يادونه هم کړې وه، چې پوځ دې دا ونه ګڼي چې زموږ غونډې کمې شوې، نو موږ به له خپلې مبارزې څخه لاس واخلو.