fbpx

د نظر دوکه، دا انځورونه تور او سپين دي، که رنګه؟

خبریال وېبپاڼه – ۳۱ جولای ۲۰۱۹: که دې انځور ته په زير سره وګورئ، نو تاسو ته به رنګه ښکاره شي، خو په اصل کې دا انځور په پوره ډول تور او سپين دی، چې په دې باندې د پرتو رنګه داغونو له امله ليد دوکه کېږي او رنګه ښکاري.

په دې انځور باندې د بېلابېلو رنګونو داغونه دي، چې له تور او سپين څخه يې رنګه حالت ته بدل کړی دی، دا کار په ناروی کې يو ډيجيټل انځورګر او د سافټ وير انجنير (اوونډ کولس) کړی دی، هغه په دې انځورونو رنګين داغونه او کرښې کښلې دي چې په رنګه انځورنو يې بدل کړي دي، چې موږ ته ساده يا تور او سپين انځور رنګه ښکاري او ليد مو دوکه کېږي.

نوموړي خپلې دې تجربې ته (کلر اسملييشن ګرډ الېوشن)  نوم ورکړی دی، چې په هغې کې پر ساده انځورونو رنګه داغونه جوړېږي او په پايله کې يې ساده انځورونه چې په اصل کې هم ساده وي، خلکو ته رنګه ښکاري. د (کولس) په وينا، رنګه داغونه چې په تور او سپينو نقطو ولګېږي، نو په ليدلو کې رنګه ښکاري خو په اصل کې تور او سپين وي، چې دا يوازې د ذهن او ليد دوکه ده.

رنګه کرښې د ساده انځور په رنګه کولو کې ښه پايله ورکوي، خو رنګه خانې او داغونه هم همدغه کار کولی شي.  (کولس) وايي چې رنګه کرښې ډېرې خوښوي، ځکه رنګه کرښې انځور په ډېر ښه ډول سره رنګه ښکاره کوي.

Loading...