fbpx

هغه (۱۳۰) کلن چې (۱۱۰) کاله وروسته يې ارمان پوره شو

خبریال وېبپاڼه – ۳۱ جولای ۲۰۱۹: د (يوحي) په نوم (۱۳۰) کلن سړی چې د اندونيزيا د هونشاک سيمې اوسېدونکی دی، عمر يې په دهقانۍ کې تېر کړ، له همدې لارې يې ځانته روزي پیدا کوله، له شل کلنۍ يې دا ارمان و چې بيت الله ته لاړ شي او حج ادا کړي، خو مالي امکاناتو ورته دا اجازه نه ورکوله چې دی دې د حج فريضې ادا کولو ته ولاړ شي، خپله يې دهقاني کوله او څلورو زامنو يې هم د اقتصادي ستونزو له امله د ده دا ارمان نه شو پوره کولی.

څه موده وړاندې په يوه مجلس کې پر تلاوت لګيا وي، چا ترې پر موبايل ويډيو کړې وه او پر ټولنيزو رسنيو يې خپره کړې وه، تر څنګ يې ورسره ليکلي و چې د دې (۱۳۰) کلن سړي لوی ارمان د حج ادا کول دي، دا ويډيو يې پر ټولنيزو رسنيو ډېره خپره شوه، چې ان د سعودي چارواکو ته هم ورسېده، د سعودي چارواکو چې دا ويډيو کتلې وه نو د وليعهد (محمد بن سلمان) په ځانګړي امر سره د حج فريضې ته وغوښتل شو او د شاهي مېلمه په توګه به حج ادا کوي.

نه يوازې دا چې (۱۳۰) کلن (يوحي) د حج ادا کولو لپاره سعودي ته ځي، بلکې د محمد بن سلمان له لوري د هغه څلور بچيان، پنځلس ماشومان، مېرمنې او لنډه دا چې د کورنۍ ټول غړي د حج فريضې ادا کولو لپاره غوښتل شوي دي.

کله چې نوموړی د حج فريضې ادا کولو پر سفر روانېږي نو د (جکارتا) په نړيوال هوايي ډګر ته د سعودي سفير (عصام عابد الثقفي) نوموړي او  د هغه د کورنۍ رخصتولو لپاره ورغلی و، همدا شان په سعودي عربستان کې هم د دې (۱۳۰) کلن سړي او د هغه د کورنۍ لپاره ځانګړی چمتووالی نيول شوی دی.

د نوموړي په اړه دا مطلب په يوه عربي جريده (جریدة السبق) کې خپور شوی دی.