fbpx

ګوويندا په انګليسي فلم (اوتار) کې د کار نه کولو لامل روښانه کړ

خبريال وېبپاڼه / ۳۱ جولای ۲۰۱۹ – ممبۍ: د هندي سينما نامتو فلمي ستوري ګوويندا د انګليسي په مشهور فلم (اوتار) کې د کار نه کولو وجه له رسنيو سره شريکه کړه.

د هندي رسنيو د راپورونو تر مخه، ګوويندا له يوه ټلويزيون سره په مرکه کې څرګنده کړې ده چې د انګليسي مشهور فلم (اوتار) چې په ۲۰۰۹ کې نندارې ته وړاندې شوی دی، فلم جوړونکي يا ډايريکټر جېمز کېمرون ورته په دغه فلم کې د کار کولو وړانديز کړی و، دا هغه فلم و چې په ټوله نړۍ کې يې هغه وخت تر ټولو زياتې پېسې وګټلې او بلها ډېر ريکارډونه يې هم جوړ کړل.

ګوويندا همدا راز وويل، چې د دغه فلم نوم (اوتار) هم ما وړانديز کړی و او جېمز کېمرون ته مې ويلي و، چې ستا دا فلم ډېرې زياتې پېسې ګټي او بريالی فلم به وي. هغه وايي ما ورته دا هم وويل چې د دې فلم په جوړولو به لږ تر لږ اووه یا اته کاله وخت لګي، چې په دې خبره رانه جېمز کېمرون خپه شوی هم و.اوتار

نوموړې په دغه فلم کې د کار نه کولو وجه روښانه کړه او وې ويل چې د فلم د کيسې له لوستو وروسته مې جېمز کېمرون ته وويل، چې په دې فلم کې ته ماته د يوه معیوبه کس رول راکوي او ته غواړې چې زه دې ۴۱۰ ورځې د فلم ثبت په همدغه چوکۍ تېرې کړم، خو زه نه غواړم چې دا رول ترسره کړم.

ګوويندا همدا راز زياته کړه، چې په فلم کې ما د کار کولو څخه انکار وکړ، نو له هغه وروسته يو بل کس د دغه رول لپاره واخيستل شو، خو ما چې کومې وړاندوينې کړې وې، هغه ټولې رښتيا شوې، ځکه ياد فلم اته یا نهه کاله وروسته نندارې ته وړاندې شو او په ټوله نړۍ کې يو بريالی فلم شو.

Loading...