fbpx

حامد کرزی: روانه جګړه یوازې افغان وژنه ده

خبریال وېبپاڼه / ۳۱ جولای ۲۰۱۹ – د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، په هېواد کې روانه جګړه یوازې او یوازې افغان وژنه ده او د افغانانو دښمنانو غواړي چې یوازې جګړې ته دوام ورکړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملي ټلویزیون سره په وروستۍ مرکه کې ویلي دي، په افغانستان کې روانه خونړۍ جګړه پردۍ ده، چې په نتیجه کې ټول افغانان په دې پردۍ جګړه کې قرباني کېږي.

حامد کرزی په خپلو خبرو کې وایي، د افغانانو ترمنځ په پراخه کچه د پردیو دسیسې روانې دي اوس نو ښکېلو غاړو ته په کار ده چې پردۍ دسیسې په افغانستان کې له منځه او شنډې کړي.

حامد کرزي په ازادانه ډول وویل په تېرو ۱۸ کلونو کې په هېواد کې هیڅ سوله ونه شوه، جګړه ختمه نه شوه،خو دوام یې پیداکړ د دې یوازینی ستر لامل په افغانستان کې د بهرنیانو شتون دی.

کرزی زیاتوي، په افغانستان کې د امریکا او د پاکستان خپلې ګټې خوندي دي او دواړه هېوادونه په افعانستان کې صرف خپلې موخې پالي، چې د سولې په برخه کې ستر خنډ هم دا هېوادونه دي.

حامد کرزي داهم وویل افغان سیاستوالو ته په کار ده، چې د امریکا او پاکستان پر ګډه لوبه خبر وي او دوی ته دا موقع ور نه کړي چې په افغانستان کې خپلې لوبې مخ ته یوسي.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې امریکا دې خپل ټول پوځیان له افغانستانه وباسي. او افغانان دې هم په خپل منځ کې ستونزې حل او هېواد دې د پردیو له دسیسو خلاص کړي.

حامد کرزی د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پیلېدو ته هم هیله من دی، د هغه پر وینا د دواړو لوریو ترمنځ راتلونکې پلان شوې خبرې به په افغانستان کې د دايمي سولې او ثبات د راتګ لپاره تر ټولو مهم ګام وي.

کرزي څو ورځې وړاندې د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په ځواب کې ویلي وو، چې پاکستان او امریکا د افغان سولې په تړاو پټې معاملې کړې دي، اوس نو افغانانو ته په کار ده چې په خپل یووالي دا هېواد د پردیو له منګولو وژغوري.